مهرانګ بلوڅ؛ له بنده ازاده شوه
خبریال وېبپاڼه: پاکستاني پوځیانو د بلوڅ لاریون کوونکو نیول شوې مشره، مهرانګ بلوچ له بنده خوشې کړه.
هغه تېره شپه په اسلام اباد کې له ګڼ شمېر لاریون کوونکو سره د لاریون پر مهال ونیول شوه، چې نن یې په اړه ډېر توند غبرګون راپورته شو.
د دوی د نیولو په غبرګون کې بلوڅو سر له سبا په پاکستان کې د کار بندیز اعلان کړ.
په همدې حال کې مهرانګ له خوشې کېدو سره سم پر ټولو بلوڅو غږ کړی چې د جابر پاکستان پر وړاندې ورسره ودریږي.
هغې لیکلي، چې دوی په حقیقت کې ازاد دي؛ خو د پاکستان پوځ ورنه غلامان جوړ کړي.
مهرانګ لیکلي، لاهم د دوی ګڼ شمې لاریون کوونکي د پاکستان په بېلابېلو جیلونو کې دي.
د یادونې ده، چې پآکستاني پوځیانو تېره شپه پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم استعمال کړی او هغوی یې د ټوپکو په کنداغونو وهلي دي.
بلوڅو له تېرو څو ورځو راهیسې د « د بلوچ نسل وژنې» د مخنیوي لپاره لاریون پیل کړی، چې تېره ورځ اسلام باد ته ورسېد.