The news is by your side.

غني: د کرزي په دوره کې شاوخوا یو میلیون هکتاره ځمکه غصب شوې وه

خبریال وېبپاڼه: ولسمشر محمد اشرف غني وايي، له پآکستان څخه لاهم د ا فغان کډوالو ستنول د پخوا په څېر دوام لري او داسې ښکاري، چې په راتلونکي نوي کال نور هم زیات شي.
نوموړي د پودکساتو په نوم د خبرو په یوه پیل شوې لړۍ کې له ټولو هېوادوالو غوښتي چې له راستنو شویو افغان کډولو سره مرستې وکړي.
هغه دغه راز ویلي چې د کرزي په واکمنۍ کې شاوخوا یو میلیون هکتاره ځمکه غصب شوه، چې دا چاره اوس د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره ستونزمنه شوې ده.
ولسمشر غني یو وار بیا ویلي چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید افهام او تفهیم ته ورسیږو.
د غني په خبره، یو بل باید ومنل شي او له دې پرته بله لاره نشته.
د یادونې ده چې غني د پودکاستو په نوم د خبرو یوه لړۍ پیل کړې، چې تر ډېره په کې په ټولنیز ژوند کې خپلې تجربې شریکوي.

ځواب ورته ورکړئ‌