The news is by your side.

ممتاز بلوچ: د کابل طالبان دې ټي ټي پي وځپي

خبریال وېبپاڼه: د پاکستان حکومت یو وار بیا له طالبانو غوښتي چې د ټي ټي پي پر وړاندې اقدام وکړي.
د یاد هېوا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې له ټي ټي پي سره یې په اجنډا کې هیڅ مذاکرات نشته او د یادې ډلې پر وړاندې باید پراخ عملیات وشي.
هغې ویلي، کابل ته د مولانا فضل الرحمن په بلل کېدو هم خبر نه دي؛ خو که دی لاړ هم شي، نو د حکومت له ادرسه خبره نه شي کوی.
بلوچ دغه راز ویلي، چې دوی لاهم د افغانستان پر طالبانو شک لري، چې ګوندې د ټي ټي پي څلوېښت غړي به یې نیولي وي.
هغې ويلي، که طالبان په دې برخه کې ریښتیني وي؛ نو نیول شوي کسان دې پاکستان ته وسپاري.
طالبانو لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي وو، چې د ټي ټي پي څلوېښت غړي یې نیولي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance