fbpx

ټرمپ : که ایران وړه تېروتنه وکړي ستر زیان به وویني

خبریال وېب پاڼه –نړیواله څانګه  ۱۴ مۍ ۲۰۱۹ د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي ، که ایران په امریکا برید وکړي نو لویه تېروتنه به وي ، ټرمپ دغه څرګندونې د دوشنبه په ورځ په سپینه مانۍ کې وکړې ، نوموړي یوې خبرې غونډې په خبرو کې زیاته کړه چې امریکا د ایران د هرډول اقدام په وړاندې تیاری لري خو ایران که یوه وړه غلطي هم وکړي نو ستر زیان به وویني .

ټرمپ ویلي « که ایران څه وکړي ، نو موږ به وګورو چې د ایران سره څه کیږي .دابه یوه ډېره بده غلطي وي ، که څه یې وکړل نو سخت زیان به ورته ورسیږي »

ترمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي ، چې د ایران او امریکا تر منځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي ، چې له کبله یې امریکا خپلې جنګې بېړۍ او همدارنګه بم غورځونکې الوتکې د ایران سره نږدې ځای پر ځای کړې دي .

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي ، چې د تېرې یکشنبه په ورځ د متحده عربي اماراتو کې د فوجیر سیمې او هرمز تنګي ته نږدې د څلورو تجارتي بېړیو د تباه کېدو خبرورکړل شو.

له دې وړاندې ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د حل په موخه د خبرو وړاندیز کړی و ، خو د نوموړي دغه وړانديزی د ایراني چارواکو له لوري په کلکه سره رد شو. ایران وايي د امریکا د هرډول برید لپاره تیاری لري او دوی کولی شي چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي .

ایران تر اوسه د دې بېړیو د ویجاړېدو په اړه څه نه دي ویلي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ بروکسل ته تللی او هلته یې د اروپايي چارواکو سره د ایران په اړه خبرې کړې دي .

Your SEO optimized title page contents