The news is by your side.

امریکا: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د یو نوي استازي ټاکل کېدو ننګه کوو

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د هغه پرېکړه لیک هرکلی کوي چې له مخې یې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی ټاکي.
د یاد وزارت ویاند میتو میلر تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي، باور لري چې دا استازی به له طالبانو سره هغه تعامل برابر کړي، چې په پرېکړه لیک کې یې یادونه شوې ده.
د میلر په خبره، دا پرېکړه طالبانو ته دا پیغام ورکوي، ترڅو پرخپلو ژمنو ودریږي او له همدې لارې نړیوالې ټولنې سره یوځای شي.
د یادونې ده چې د ملګرو متلونو امنیت شورا د تېرې اوونۍ په ناسته کې ویل شوي چې د سينيرلي اوغلو د سپارښتونو د ترویج لپاره او په ځانګړي ډول د جنسیتي مسائیلو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی معرفي شي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance