د طالبانو پلاوي، پاکستاني لوري سره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې
خبریال وېبپاڼه: پاکستان ته د ملاشیرین اخند په مشرۍ د افغان طالبانو تللي پلاوي د دغه هېواد له بېلابېلو چارواکو سره پر سیاسي، ا قتصادي او امنیتي مسائیلو خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا شیرین اخند له جیلیل عباس جیلاني سره په کتنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې کړې دي.
دواړو لورو ټینګار کړی، چې ستونزې به د خبرو له لارې حلوي.
بل لورته یو شمېر باوري سرچینې وايي، چې په دې لیدنه کې د ټي ټي پي موضوع د اجنډا غوښنه برخه وه.
ویل کېږي، چې عباس جیلاني له ملا شیرین غوښتي، چې د ټي ټي پي مشران ور وسپاري.
دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې تازه هلته د ټي ټي پي بریدونو زور اخیستی او اوس یې نوي تشکیلات هم اعلان کړي دي.
د یادونې ده چې ملا شیرین اخند ملاهبت الله ته تر ټولو نږدې کس دی، چې له ټي ټي پي سره هم ژورې اړیکې لري.