رویټرز: ایران کې چاودنې د افغانستان داعش څانګې کړې
خبریال وېبپاڼه: رویټرز خبري اژانس وایي، چې د ایران په کرمان کې د چهارشنبې چاودنې په افغانستان کې مېشتې داعش ډلې ترسره کړې دي.
یاد اژانس د نوم نه اخیستو په شرط د دوه امریکایي سرچینو په حواله ویلي، دوی داسې شواهد لري، چې ښیي دا برید د افغانستان اړوند داعش ډلې کړی.
د یادونې ده، چې د قا.سم سل.یماني د څلورم تلین پر مراسمو د دوه غبرګو چاودنو مسؤلیت داعش ډلې ومانه.
په یادو چاودنو کې نږدې سل تنه ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شول.