The news is by your side.

امریکا: د بشري حقونو د سرغړونې په اړه به له طالبانو سره حساب وکړو

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو و زارت وايي، دوی به له طالبانو سره د بشري حقونو د سرغړونو حساب وکړي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند ویډانټ پټیل تېره ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې طالبانو په افغاستان کې له بشري حقونو سرغړونه راونه کړې؛ خو د دوی ورپام دی.
نوموړی ویلي، دوی لاهم په افغانستان کې د ښځو حقونو ته درناوی لري او هېواد یې په دې برخه کې ډاډ ورکوي.
بل لورته د بشري حقونو په برخه کې د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي چې نړیواله ټولنه باید له طالبانو د افغان نجونو د حقونو اخیستو لپاره همغږي ولري.
هغې ویلي، اوس مهال په افغانستان کې له دوه میلیونه ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې دي.
د یادونې ده چې د زدکړو نړیوالې ورځې په تړاو یوناما هم پر طالبانو غږ کړی و، چې له خپل دغه دریځ تېر شي.
د یوناما مشرې روزا تونبایوا ویلي وو، چې پر زده کړو بندیز به طالبانو ته لوی زیانونه راپورته کړي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance