The news is by your side.

د طالبانو بدیل څوک دی؟

خبریال وېبپاڼه: د طالبانو بدیل څوک دی؟‌
اصلآ بدیل څه ته وايي؟
بدیل اشخاص نشي کېدلای؛ یوه سالمه ډله یا ګوند کېدلای شي.‌

د افرادو پر بدیل بحث او قضاوت نا سم دی؛ خو د طالبانو د ډلې بدیل څوک دی؟

ایا د تېر جمهوریت کوم سیاسي ګوند شته چې هغه د طالبانو بدیل شي؟
که شته هغه کوم ګوند دی؟‌

زموږ دوستان ځیني‌ شیان سره ګډوي؛ او دا ګډوډی هم ځکه را منځ ته کېږي چې له طالبانو عام ولس څه چې د افغانستان حیوانات هم تنګ شوي دي.‌
خو خبره داده چې د یوې ډلې؛ یو ګوند؛ یو تنظیم؛ یو حرکت او خوځښت په توګه د طالبانو بدیل څوک دي؟

د تېر جمهوریت بدیل د یوې ځواکمنې ډلې په شکل هم دا طالبان پاتې شول؛ نه تېر جمهوریت وتوانېدو چې طالبان وویشي او نه هم نړۍ وال ځواکونه وتوانېدل چې طالبان تقسیم او له منځه یوسي.‌
له بده مرغه هم دا د جمهوریت بدیل پاتې شو.‌

اوس سوال دادی چې موږ دا د بدیل په توګه منو که نه ؟‌
زه طالبان قطعآ د جمهوریت بدیل نه منم؛ آن تر دې چې طالبان یو حکومت هم نشم ګڼلای.
طالبان یوه ځواکمنه ډله ده؛ د خلکو حقوق تر پښو لاندي کوي؛ په زور یې حکومت نیولی او د وسلې په مټ کنټرول ساتي او کنټرول ته یې د حکومت نوم ورکړی دی.‌

طالبان څنګه بدیل شول؟‌
یا بدیل څه ته وايي؟‌
د تېر جمهوري حکومت پر مهال د طالبانو تر شا پاکستان په ښکاره ولاړ وو؛ ایران چین او روسیې یې ملاتړ کاوه؛ طالبانو یو شیډو(سیوری) حکومت لاره؛‌امیرالمومنین چې هر څوک وو د دوی امیر وو؛ چې یو یې مړ شو بل یې پر ځای وټاکه؛ چې بل یې مړ شو بل یې پر ځای وټاکه.‌
دوی د خپلو وزیرانو شورا لرله؛ د مطبوعاتو نیولې تر استخباراتو یې پیاوړې څانګې لرلې؛ د ترور او ډار لپآره یې خپل جلا ادارې لرلې؛ د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه یې لرل؛‌ټولو ولایتونو ته یې والیان او ټولو ولسوالیو ته یې ولسوالان لرل؛‌په هره سیمه کې قاضي موجود وو او په پر له پسې ډول یې کار کاوه؛ د افغانستان په پارلمان کې وکیلان لرل؛ په نړۍ والو موسسو کې خپل کسان ځای پر ځای کړي وو؛ په هره اداره کې په مرموز ډول خپل کسان ساتلي ‌وو؛ ځکه دوی د جمهوریت د نظام په بدیل بدل شول.‌

نو بدیل دې ته وايي چې یو ګوند؛ یو ډله؛ یو حرکت؛ یو تنظیم یا یو خوځښت د هرې څوکۍ بدیل ولري( که ښه وي که بد) نو بیا د نړۍ والو؛ سیمه ایزو او ګاونډیو هیوادونو پام ور اوړي.‌

په نورو نه یم خبر خو زه چې وایم طالبان بدیل نه لري او بدیل یې جګړه ده هغه پر دې بنیاد وايم چې یوه روغه ډله؛ یو روغ نظام؛ یو جوړښت یې د بدیل په څېر نه تر سترګو کېږي.‌
او فکر کوم ځیني‌ دوستان داسي ‌انګېري چې ګواکې د طالبانو د افرادو بدیل نشته؛ داسي‌ نه ده؛ په انفرادي بڼه د هر طالب بدیل په افغانستان کې هم دا اوس په هره کوڅه کې موجود دی؛ بهر مېشتي او لوستی ټبر خو ایسته پرېږده. لیکن د ګوند او ډلې بدیل یې نشته.‌

نړۍ وال پر افرادو ملا نه تړي په خوځښتونو او ګوندونو یې تړي.‌

د طالبانو د بیدل لاره او چاره هم ستونزمنه نه ده؛ خو چې څوک یې د بدیل د جوړېدو توان لري هغوی بې ایمانه شوي دي یا ډاریږي یا یې دومره فساد کړی دی چې شرم نه لري را وړاندي کېدلای نشي.‌
او چې څوک یې غواړي بدیل شي ‌هغوی بیا د بدیل د جوړېدو توان نه لري.‌

خبره رانه اوږده شوه؛ بدیل به را منځ ته کېږي خو له بده مرغه تر یوې خونړۍ جګړې وروسته.‌
میرویس افغان

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance