The news is by your side.

بدیل که تبدل؟

خبریال وېبپاڼه: زموږ په ټولنه کي همدا اوس هم ددي دوه2 لفظونو ترمنځ توپیر نه کیږي، له تیرو څو ورځو راهسي په سوشل میډیا کي د افغانستان په کچه پر یو پرمختللي ګروپ Afghan National Interests چي د یاد هیواد د لوړ فکر خاوندان او نظرصاحبان پکي راټول دي، د دوی د بحث موضوع دا وي، چي په افغانستان کي د حاکم حکومت بدیل نشته او شته.

تر دا مهاله یو ټولمنلی نظر نه دی وړاندې شوی په هر حال دا به مي مبالغه وي، ځکه افغان ژورنالیست او لیکوال میرویس افغان دا موضوع په څو لیکنو کي ښه تحلیل کړې، هغه وایې:[ چې د طالبانو د نظام بدیل په اوسنیو شرایطو کې یوازي د اصلاح طلبه طالبانو ډله او وسله واله جګړه کیدلای شي].
خو د ښاغلي افغان پر دي نظر یا فکر باندي هم تر پایه د غوڅ اکثریت توافق نه دی شوی.
ډیر لیري نه ځم خپلې اصلي موضوع ته دننه کیږم هغه دا، چي لومړی پر بدیل د خپل کوچني نظر له زاویې تکیه کوم.
بدیل: توری پدې مانا نه، چي تور دي د سپین او سپین دي د تور بدیل شي یا ولسواکي او دیکتاتوري دي یو د بل بدیل جوړ کړلای شي دا هیڅ امکان نه لري.
د بدیل اړتیا هغه وخت رامنځ ته کیږي، چي عمومي غوښتنه یې موجوده وي کوم څه، چي په چا د زور د لارې منل کیږي دې ته اصلآ بدیل ځکه نه شو ویلی، چي رضایت نه وي موجود د بدیل لپاره تر ټولو ښه ټکی دا دی، چي باید رضایت موجود وي.
تبدل: په رضایت پوري اړه نه لري، دا یو پیښیدونکی حالات دی ښه او بد یې ځکه د پرتلې وړ نه وي، چي دا حالات حتمآ راتلونکی وي.
مثال: یې د یو ښه نوي موټر ورکولای شو، چي یو ښه نوی موټر پر لاري روان وي یو ګړی وروسته ټکر وکړي په ډیر بد حالات بدل شي.
همداسي په 1973 م کال کي د افغانستان شاهي نظام، چي خلک ځني په تنګ شوي ؤ، بغیر له قربانۍ ړنګه شو پر ځای یې جمهوریت راغلی، چي ټولو وطنوال ورته ښه راغلاست ووایو. ددي ترڅنګ په 1978 م کال کي خلق ډموکراتیک ګوند کودتا وکړه د افغانستان واک یې خپل کړ.
د هغه وروسته مجاهدین په 1992 م کال کي له اوږدي جګړې وروسته واک ته ورسیدل. په مجاهدینو پسي طالبان په 1996 م کال کي حاکم شول، وروسته بیا په 2001 کال کي جمهوریت خپل وزر وغوړول د جمهوریت وروسته دادی په 2021 م کال کي بیا طالبان حاکم شول.
دا هر څه حالات بغیر له جمهوریت څخه د اکثریت په رضایت نه دی راغلی ټول بدلونونه په پیښیدونکي ډول رامنځ ته شوي دي.
اوس که موږ بحث د تیر جمهوري حکومت پر بدیل کوو، باید بدیل یې داسي څوک وي! چي په هغه کي زورواکي نه وي، اخلاقي فساد ونه لري، اداري فساد ونه لري، د ارزښتونو او قدرونو وژونکي نه وي، په ملی او بین المللي ډول په ښه نامه پیژندل شوي وي، اسلامي ارزښتونو ته په تمامه مانا قایل وي نه د ژبي په سر، د ولس د غوڅ اکثریت رضایت د ځان سره ولري ګوندیزه سابقه او پر غیري وسلواله مبارزه باندي عقیده ولري.

پاته شوه د طالبانو پر وړاندې بدیل هم باید له پورته ټولو ټکو څخه برخمن وي، خو تر ټولو بیا مهمه خبره داده، چي دا هر څه زموږ په اختیار کي نشته، په تیرو 46 کالو کي هر څه زموږ د ارادې خلاف د شرق او غرب لخوا پر موږ تفل شوي او لا هم دا لړۍ په درب کي روانه ده، موږ په تیرو 46 کالو کي یوه ورځ هم خپلواک نه یو پاته شوي، ځکه مو تر نن پوري په بدیل فکر هم نه دی کړی او څوک، چي یې کوي هغه، نو; بیا هیڅ هم په سترګو نه ویني او په غوږو یې اوري نه.
حیات پښتون

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance