The news is by your side.

د افغان نجونو د زده‌کړو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې؛ خو طالبان لا هم چوپه خوله دي

خبریال وېبپاڼه: افغان نجونې او مېرمنې؛ له ۱۰۰۰ زیاتې ورځې وشوې چې له یوه ستر نعمته بې برخې دي او د خپل راتلونکي سباوون په هیله شپې او ورځې تېروي.

طالبان له بیا واک ته رسېدو څه موده وروسته؛ له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ تر دویم امر پورې بندیز ولګوه چې په دې لړ کې زرګونه نجونې د خپلو هیلو له پاللو او لاسته راوړلو محرومې شوې.

که څه هم په کور دننه افغانانو، بهرنیو هېوادونو، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر نورو نړۍوالو بنسټونو له لوري دا چاره غندل شوې او له حاکمو واکمنانو یې غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي؛ خو لا هم په دې برخه کې کوم مثبت ګام نه دی پورته شوی.

طالبان وایي؛ د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه دایمي نه دي؛ خو له تېرو درې کالو راهیسې لا هم هغه طرحه نه ده بشپړه شوې چې دوی یې یادونه کوي.

بل لور ته د زده‌کړو په برخه کې ځیني بنسټونه او فعالان وايي چې امریکا او نورې نړۍ یواځې په دې چارې پښېماني ښودلې؛ خو هیڅ وخت یې دا کار جرم ونه باله او په وینا یې چې په‌کار ده د دې چارې په بدل کې په ځینو طالب چارواکي سخت بندیزونه وضع شي او یا هم محکمه شي.

د یادونې وړه ده چې د طالبانو حکومت په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د وږي په ۲۶مه له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د نجونو په تګ بندیز ولګوه چې څه موده وروسته یې د پوهنتونو سربېره له هر ډول زده کړو نجونې منع کړې.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance