له ذهني فشار څخه ځان څنګه وژغورو؟
په غربي هېوادونو کې د ذهني فشار ناروغۍ او اندېښنو نه يوازې عام خلک اندېښمن کړي، بلکې ډاکټرانو ته يې هم لوی سردردی جوړ کړی دی، چې اوس له دې ناروغۍ څخه د ځان ژغورنې په اړه د نويو او ګټورو لارو چارو په لټه کې دي. په دې بهير کې بېلابېلې نظريې منځ ته راغلې دي. د ځينو ډاکټرانو په وينا زيات ورزش کول او له تروشۍ څخه پاک خواړه کارول، له سګرټ، الکول او نورو نشه يي توکو ځان ژغورل د ذهني فشار په له منځه وړلو کې مرسته کوي.
ځينې ډاکټران بيا وايي، دغه پورته ذکر شوي کارونه له ذهني فشار څخه د ځان ژغورلو لپاره بسنه نه کوي، بلکې دا کارونه د انسان پر ځان باور پياوړی کوي او د انسان ارام، فکر او غور له ذهني فشاره ژغوري. د دې ډاکټرانو په نظر، د ناروغ پر ځان باور او يقين، د وينې لوړ فشار، په وينه کې د شکر اندازه او بدن لپاره د اړتيا وړ اکسيجن د زړه درزا کموي.
ځينې ډاکټران بيا دا خبرې مني او وايي چې دا ډول کارونه يوازې په سرسري ډول د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي. دا درېیمه نظريه درلودونکي ډاکټران د رويې بدلول تر ټولو مهمه درملنه يادوي. دا درملنه د انسان د شخصي تشخيص په پايله کې کاميابېدلی شي. په دې لاره چاره کې انسان لومړی هغه ټول عوامل او تاثيرات په نښه کوي، چې له امله يې دغه شخص د ذهني فشار ښکار وي، بيا په خپله رويه کې بدلون راولي.
د بېلګې په ډول: که يو شخص په لوی کتار کې له ودرېدو څخه وېرېږي او د ذهني فشار ښکار کېږي، نو يا خو دې په لويو قطارونو کې درېدل پرېږدي، يا دې خپله دغه رويه بدله کړي چې له امله يې دی پر اضطراب اخته کېږي، د دې وېرې او اضطراب ختمولو لار همدا کېدلای شي، چې له ذهنه دې دغه وېره پاکه کړي، يا دې د نورو خلکو په اړه فکر وکړي چې هغوی هم انسانان دي او په دومره اوږد کتار کې د خپل نوبت لپاره ولاړ دي، يا دې د دې وېرې ختمولو لپاره پر بله کومه لاره فکر وکړي.
دې لارې چارې د هغو اشخاصو لپاره ډېره ګټوره پايله درلوده چې د سخت ذهني فشار له امله ان د زړه پر ناروغۍ اخته شوي وو، دې خلکو ته د هر کار مثبت اړخ ښودل کېده او د مثبت فکر سپارښتنه ورته کېدله خو دوی په بشپړ ډول خپله رويه تغير نه کړه.
لیکنه: فیاض حمید