The news is by your side.

دا لارې چارې مو ګډ ژوند زړه راښکونکی جوړوي

واده د هر چا لپاره د ژوند تر ټولو مهمه شېبه وي، ځکه دا ټول عمر ياد پاتې کېږي او د دې ورځ لپاره يې هر ډول چمتووالی هم نيولی وي.
خو دا فکر له ډېرو کمو سره وي چې تر واده وروسته د بهترين ګډ ژوند درلودلو لپاره څه کول په کار دي، نو به همدې امله تر واده وروسته جنجالونه زيات او خوږې شېبې کمې ليدل کېږي.
د ژوند له ملګري سره ژوند شريکول که څه هم انسان ته ارامتيا وربښي خو له بل لوري يوه ننګونه هم کېدلی شي، ځکه يو نه يو خبره د مينې د زياتوالي يا برعکس له يو بل څخه د لرېوالي لامل کېدلی شي. يوازې مينه نه، بلکې داسې نور هم څه شته چې دا اړيکه پياوړې او زړه راښکونکې جوړلی شي.
نو راځئ هغه رازونه او عادتونه دروښايو چې د خوشاله او په زړه پورې ژوند لرونکي واده کړي يې لري. که له دې ټولو يوازې

لږ تر لږه په يوه کار شريک ساعت تېر کړئ!:
د هر چا خپل ذوق وي، چې د خپل ذوق له مخې ځانته ساعتېری هم پيدا کوي، خو تر واده وروسته اړينه ده چې دواړه له يوه کار يا مشغولتيا څخه يو ځای خوند واخلي، لکه يوه ځانګړې لوبه کول، يو ځای فلم کتل يا داسې بل د ساعتېرۍ لامل پيدا کړئ او يو ځای ترې خوند واخلئ، دا ډېره اړينه ده چې ښځه او مېړه بايد داسې يو کار د خپلو ورځنيو کارونو برخه وګرځوي، ځکه د تفريح تر څنګ به مو يوځايي وخت هم ښه تېر شي.

د يو بل بريد وپېژنئ او درناوی يې وکړئ:
په خوشاله ګډ ژوند کوونکو کې ډېر نږدېوالی وي، هغوی په دې هم پوهېږي چې له بريده پښه اړول نه دي په کار، د يو او بل احترام کول او بريدونه پېژندل د يوې خوشاله اړيکې تضمين کوي، که تاسو د خپل ژوند ملګری/ملګرې باندې فشار راوړئ، زور پرې کوئ، نو دا د دواړو لپاره د زهرو په څېر دي.

ګډ چکر وهل:
د دې لپاره دا مهمه نه ده چې تاسو له ښاره بهر لرې چېرته لاړ شئ، په يوه اوونۍ کې يو ځل ګډ چکر وهل مو هم اړيکه پیاوړې کولی شي، ګډ چکر ستاسو تر منځ ښې شېبې زياتوي، له ورځنيو لانجو او جنجالونو څخه مو ژغوري، د يوې شېبې دا بدلون مو روح تازه او اراموي.

تر خپل منځي شخړې وروسته له ويده کېدو ځان وساتئ:
که شونې وي، نو شخړه پر همدغه مهال حل کړئ، شخړه د بوتل په څېر مه بندوئ، سر يې خلاص کړئ او پر همدغه وخت يې حل کړئ. که شخړې همداسې له پامه غورځوئ او له حل پرته يې پر خپل حال پرېږدئ نو دا مو اړيکه لا پسې خرابولی شي. هوښيار کسان پر خپلمنځي مسايلو خبرې اترې کوي او له يو بل سره کينه نه ساتي. که تاسو شخړې پر همدغه مهال حل کړئ، نو ذهن او مغز دواړه به مو ارام وي.

په ورځ کې لږ تر لږه يو ځل د مينې اظهار وکړئ:
له يو بل سره د اړيکې درلودلو لپاره دا اړینه ته چې خپل احساسات يو بل ته څرګند کړئ، چې د ژوند ملګری مو درته څومره ارزښت لري، د مينې اظهار ستاسو د لا نږدېوالي سبب ګرځي. دا اړينه ده چې د خپل احساس څرګندوالی مو بايد د زړه له تله وي، نه د ژبې پر سر.

يو بل ته د خپلواکۍ باور ورکړئ:
په ګډ ژوند کې له يو بل سره مشغولتيا او لېوالتيا شريکول د ګډ ژوند مهمه برخه ده، خو د يو بل د خپلواکۍ خيال ساتل هم همدومره مهمه خبره ده. د ګډ ژوند ملګري د خپلواکۍ درناوی وکړئ او دا فکر وکړئ چې هغه خپله ځانله يو شخصيت دی، دا فکر به مو اړيکه پیاوړې او پرمختګ به وکړئ.

يوځای ډوډۍ وخورئ:
که د ورځنيو بوختياوو له امله دا ممکنه نه وي چې يوځای ډوډۍ وخورئ، نو لږ تر لږه په ورځ کې يو ځل د شريکې ډوډۍ خوړلو هڅه وکړئ او خوند ترې واخلئ. داسې نه چې يو ځای کېنئ او نور په خپل موبايل کې بوخت شئ، يو بل ته پوره توجه ورکړئ، د ورځنيو بوختياوو په اړه خبرې اترې وکړئ، يا څه چې مو زړه غواړي خبرې پرې وکړئ. د ژوند له ملګري سره شريک وخت تېرول ښې پايلې لري.

د يو او بل د هيلو ملاتړ وکړئ:
د ژوند د ملګري/ملګرې د هيلو په پوره کولو کې مرسته کول مو تر منځ مينه زياتوي، خوښ ژوند لرونکې جوړه له يو او بل څخه د هغوی د هيلو په اړه اوري او يو بل هڅوي.

پر يو بل باور وکړئ:
له باور پرته اړيکه تر يو څه وخت وروسته پرې کېږي، که تاسو يو حسد کوونکې رويه ولرئ، نو تر اړيکې خرابېدو د مخه د دې ستونزې حل پیدا کړئ، که د ژوند ملګری/ملګرې مو خفه کوي، نو حالات وڅېړئ او د ښه کولو کوښښ يې وکړئ.

د يو بل په کارونو کې مرسته وکړئ:
هر کار يو کس ته پرېښودل يو ښه فکر نه شي کېدای، ځکه دغه کس فکر کوي چې ټول بوج د ده پر اوږو پروت دی، چې له امله يې په اړيکه کې توازن نه پاتې کېږي. مهمه نه ده چې کارونه يو ځای کړئ، بلکې له يو بل سره په کې مرسته کول هم اړيکه پياوړې کولی شي، که لږ تر لږه يو وار مو هم مرسته وکړه، نو مقابل لوری به فکر وکړي چې تاسو د هغه د زړه اواز واورېد او د هغه بوج او ستړيا مو درک کړه.

واړه واړه شیان مو ژوند رنګينوي:
لويې ډالۍ او کارونه له احساساتو او رومان څخه ډک وي، خو اړينه ده چې په وړو وړو خبرو هم يو بل خوښ وساتئ، لکه د اړتيا وړ توکي د ډالۍ په شکل ورکړئ، چای يا ناشته جوړه او په مينه يې ورکړئ، د کور پر ځای ورته د مينې او ارزښت اظهار وکړئ، همدا شان د يو بل د خوښۍ لپاره د هغه/ هغې د خوښې کار وکړئ.

د ژوند ملګري د کورنۍ په درد وخورئ:
د واده اړيکه يوازې د دوه کسانو تر منځ نه وي، بلکې د دوه کورنيو تر منځ وي، که مېړه وي يا ښځه، د دوی په ژوند کې داسې يو څوک حتمي وي چې هغوی ته ډېر ارزښت لري، لکه مور، پلار، خور، ورور، کاکا، خاله، اما يا داسې نور، له هغوی سره مينه، همکاري اړيکه پالل او ښه رويه ستاسو د ژوند د ملګري د خوښۍ سبب ګرځي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance