The news is by your side.

د بينګړيو له دې ګټو به خبر نه یئ؟

بنګړۍ داسې يوه سبزي ده چې نږدې په هر موسم کې پیدا کېدلی شي، که له غوښې سره پښې شي يا له غوښې پرته ځانګړی خوند او مزه لري.
بنګړۍ د روغتيا لپاره ډېرې ګټورې دي، چې لامل يې په بنګړيو کې شته منرالونه، وټامينونه او فايبر دي.
د بنګړيو ګټې په لاندې ډول دي:
د کينسر ناروغۍ احتمال له منځه وړي:
په بنګړيو کې (فوليټ) شتون لري چې د وينې سره کروياتو تر څنګ (ډي اين ای) هم ښه کوي او پياوړتيا وربښي، دا پياوړي وټامينونه د کروياتو په تکثر کې مهم رول لري، چې په پايله کې يې د بېلابېلو ډولونو کيسنر ناروغيو خطر کمېږي.
وټامينونه:
په دې سبزۍ کې ګڼ شمېر ويټامينونه شتون لري چې د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي، هغه ويټامينونه چې د هډوکو لپاره ډېر ګټور دي، همدا شان د بدن دفاعي سيستم قوي کوي او د ټپونو په ژر جوړېدنه کې مهم رول لري.
هډوکي قوي کوي:
په بنګړيو کې ډېر کلسيم شتون لري، چې د هډوکو پياوړتيا لپاره ډېر مهم دي، د بنګړيو سره سره د ماهيانو يا کيلې خوراک هم د هډوکو روغتيا ته ګټه رسوي.
ستړيا له منځه وړي:
په بنګړيو کې (اينټي اکسايډنټ) ځانګړتياوې شته چې بدني پیاوړتيا کې مهم رول لري، که د ډېر وخت لپاره وخوړل شي، نو د عضلاتو پياوړتيا کې هم رول لوبولی شي.
ذهني فشار له منځه وړي:
د (ويټامين بي) يا (فوليټ ډوپاماين) په جوړولو کې مرسته کوي چې په هغې سره په طبيعي ډول د انسان ذهن ارام او طبيعت يې ساز وي، چې له امله يې ذهني فشار له منځه ځي او مغزي هم پیاوړي کوي.
د هاضمې سيستم ښه کوي:
د بنګړيو خوراک د انسان هاضمې سيستم بهتروي، چې لامل يې په بنګړيو کې شته فايبر دي، چې په عذايي نل کې د غذا يا خوړو په تېرېدو کې مرسته کوي او د قبض خطر راکموي، همدا شان د هاضمي سيستم نورې ستونزې لکه: ګاز، د ګېډې پړسېدل يا درد هم راکموي.
د وينې فشار نورمال ساتلو کې مرسته کوي:
له بنګړيو څخه (پوتاشيم) هم ترلاسه کېږي، چې د وينې فشار نورمال ساتلو کې مرسته کوي،

له بې وخته خوراکونو مو ژغوري:
په بنګړيو کې شته فايبر تر ډېر وخته په خېټه کې پاتې کېږي، چې انسان د مړښت احساس کوي، چې له امله يې انسان هر کله خوړو ته اشتها نه لري او د وزن په نورمال ساتلو کې ګټور تمامېږي.
د سترګو نظر مو قوي کوي:
په بنګړيو کې (ويټامن ای) او نور (اينټي اکسايدونه) لکه، بيټا کيروټين، ليوټين او داسې نور شتون لري، چې د عمر په ډېرېدو په سترګو کې پيدا کېدونکو پردو د مخنيوي سبب ګرځي.
د شکر ناروغانو لپاره غوره خواړه دي:
د بنډۍ پوستکی او دانې د وينې ګلوکوز سطحه ټيټيوي او نو له همدې امله د شکر ناروغانو لپاره غوره خواړه دي،
د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي:
د انتی اکسايدونو له امله بنګړۍ داسې يوه ګټوره سبزي ده چې بدن کې ګرځېدونکو (فري ريډيکلز) پر ضد جنګېږي، فري ريډيکلز د بدن کروياتو ته زيان رسوي. همدا شان ويټامن سي د بدن دفاعي سيستم پیاوړی کوي، چې له امله يې په بدن کې د وينې سپين کرويات جوړېږي، چې د حساسيت پر ضد مبارزه کوي.

لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance