The news is by your side.

د ادرک چای (۱۰) روغتيايي ګټې

په برتانيه کې د يوې څېړنې پايلو ښودلې چې د ادرک چای د انسان ذهني فشار راکموي او پر دماغ يې اراموي. ادرک د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي، د ذهني فشار د راکمولو تر څنګ هاضمې سېستم لپاره هم ډېر ګټور دي، پوهانو ادرک د ښځينه لپاره بيا ډېر ګټور بللي دي.
ايا خپلې روغتيا ته اندېښمن ياست؟ نو سمدستي ادرک راواخلئ چای ترې جوړ کړئ او شېبه په شېبه يې وڅښئ، ځکه ادرک د نس درد، سر درد، سوزش او د ساه ناروغي له منځه وړي. په ادرک کې شته وټامن سي، مېګنيشيم او منرالونه د انساني بدن لپاره ډېر ګټور دي، راځئ چې ځينې نورې ګټې يې درپه ګوته کړو:
۱- له استفراق څخه مو ژغوري:
که د سفر پر مهال ستړيا احساسوئ يا مو زړه بدېږي او استفراق درځي، نو تر سفر پيلولو د مخه د ادرک چای وڅښئ، ځکه چې دا مو له دې ستونزو ژغوري.
۲- د معدې لپاره:
په ادرک کې شته (ميګنيشيم) د معدې لپاره ډېر ګټور دي، که مو معده سوزي، يا د ډوډۍ خوړلو کې له ستونزې سره مخ ياست، نو ادرک په چای کې واچوئ او ويې څښئ، دا ستونزې به مو حل شي.
۳- د ساه ناروغۍ لپاره:
که د ساه په اخيستلو کې ستونزه احساسوئ، نو د ادرک يوه پیاله چای هره ورځ وڅښئ، د ساه ناروغي به مو له منځه لاړه شي.
۴- د ښځو مياشتنۍ ناروغي:
په دې ورځو کې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ وي، که هره ورځ يوه پياله د ادرک چای په شاتو کې ګډ کړي او ويې څښي، نو ارام به ومومي. همدا شان د ادرک په چای کې يو ټوکر لوند کړئ، بيا يې د نس په لاندينۍ برخه کېږدئ، درد به مو هم راکم شي.
۵- له ذهني فشاره مو ژغوري:
د ادرک په چای کې داسې اجزاوې شته چې جسم ته ارامتيا وربښي او ذهني فشار له منځه وړي.
۶- د وينې دوران ښه کوي:
په ادرکو کې د شته (وټامنونو، لحمياتو او امينو اسيدونو) له امله وينه پاکه پاتې کېږي او ټيومرونه په کې نه جوړېږي، چې له امله يې انسان د زړه له ناروغۍ ژغورل کېږي.
۷- دفاعي سيستم پیاوړی کوي:
په ادرک کې د شته انتی اکسايدونو له امله د انسان د بدن دفاعي سيستم پياوړی کېږي، نو د ادرک چای وڅښئ او ځان له ناروغيو وژغورئ.
۸- د ادرک چای جوړولو طريقه:
په يوه لوښي کې دوه ګيلاسه اوبه واچوئ او بيا يې پر اور کېږدئ، کله چې اوبه په جوشېدو راشي، نو ادرک په کې واچوئ او د نورو لسو دقيقو لپاره يې وجوشوئ.
بیا يې له اوره راښکته کړئ او لږ يې پرېږدئ چې تړم شي، کله چې چای نيم ګرم شي، نو بيا په کې دوه قاشوغې شات او يوه قاشوغه د ليمو اوبه واچوئ.
۹- د بندونو د پړسوب لپاره:
کله کله د انسان بدن او په تېره بيا بندونه پړسېږي، خو که تاسو د ادرک چای څښل شروع کړئ، نو له دې څخه ځان ژغورلی شئ، همدا شان د بندونو له درده مو ژغوري.
۱۰- د شکر ناروغۍ لپاره:
ادرک د وينې شکر لپاره هم ګټور دي، د وينې شکر راکموي، چې له امله يې د شکر ناروغانو ته د زړه ناروغۍ لګېدو خطر راکمېږي.
احتیاط:
په ياد وساتئ چې د ادرک چای په طبيعي ډول ګرم تاثير لري، نو له همدې امله کله چې چای جوړوئ، مناسبه اندازه ادرک په کې واچوئ، څومره چې زيات ادرک اچوئ تاثیر به يې هم هغومره ګرم وي، نو له همدې امله د ادرک چای بايد تر (۵) کلونو کم عمر لرونکو او ځينو ناروغانو ته ورنه کړل شي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance