The news is by your side.

د بېخوبۍ (۷) ستر زيانونه

موږ ټول د خوب پر ارزښت پوهېږو، کله چې انسان خوب پوره او پر خپل وخت کوي، نو کارونه يې هم موثر، پر خپل وخته او ښه پايله درلودونکي وي، خو کله چې د خوب له ستونزې سره مخ يو، نو بيا بدني او دماغي ستړيا احساسوو، لامل يې دا دی چې کم خوب انسان له ډېرو ناروغيو سره مخ کوي، چې د نورو ناروغيو تر څنګ مزاجي ناروغۍ هم انسان ته لوېږي.

۱- د کينسر ناروغۍ خطر:
د امريکا د (نيشنل سليپ) په نامه بنسټ د څېړنو له مخې د خوب کموالی انسان له کينسر سره مخ کولای شي، په ځانګړي ډول مېرمنې د سينې له سرطان او نرينه د (پروسټيټ) کينسر سره مخ کوي.

۲- سوزش او د زړه ناروغۍ:
دا خبره کره ده چې د کمخوبۍ له امله د سوزش او زړه ناروغۍ پيدا کېدلی شي، همدا شان په يوه نوې څېړنه کې هم ويل شوي چې کمخوبي د زړه ناروغۍ امکانات ډېروي.

۳- ياداشت مو کمزوری کېږي:
د څېړنو له مخې کمخوبي د انسان لنډ مهالی یادداشت کمزوری کوي، په څېړنه کې ښودل شوې، هغه خلک چې مناسب خوب کوي، د هغوی په پرتله شيان ډېر ژر يادوي چې کم خوب کوي، يعنې د کم خوب کوونکي کسان ژر يو څه شی نه شي يادولی.
يوازې لنډ مهالی يادداشت نه بلکې، کمخوبي د انسان اوږد مهالی يادداشت هم کمزوری کولای شي، د امريکا طبي ايسوسييشن ادارې د مجلې په حواله، د کومو خلکو خوب چې کم وي، د ذهني وړتياوو کمزوري کېدو احتمال يې زيات دی.
د ساينسپوهانو په وينا، خوب زموږ له دماغي او ذهني وړتياوو سره مستقيمه اړيکه لري.

۴- د وزن زياتېدو احتمال:
کمخوبي د انسان وزن هم زياتولی شي، کوم خلک چې لږ ويده کېږي، ولږه يې زياتېږي، نامناسب خوب په بدن کې د (لېپټن) په نوم هورمونونه راکموي او د (ګريلين) په نوم هورمونونه زياتوي، چې د دې هورمونونو زياتوالی او کموالی د انسان ولږه زياتوي.
دا هورمونونه د وزن د زياتېدو لامل هم ګرځي، چې په اصل کې د خوب کموالی د وزن زياتېدو لامل ګرځي، د شپې پر مهال د خوږو شيانو او کافي څښلو څخه هم بايد ډډه وشي.

۵- د دفاعي سيستم کمزوري کېدل:
ممکن ډېر خلک دا خبره ونه مني، خو دا يو حقيقت دی چې يوازې يوه شپه پوره خوب نه کول ستاسو دفاعي سيستم کمزوری کولای شي او په پايل کې به تاسو ژر د ناروغيو ښکار کېږئ.

۶- د پوستکي خرابوالی:
کومې ښځينه چې د خپل پوستکي روغتيا، ځلا او د ګونځو په اړه اندېښمنې وي، دا خبر د هغوی له لپاره د ويښتيا چغه ده.
څېړنې ښايي، هغه خلک چې د بېخوبۍ له ستونزې سره په پرلپسې ډول مخ وي، د هغوی پوستکی ژر زړېږي، هغه هغوی خوښ نه وي چې پوستکی يې څه ډول ښکاري.
مانا دا چې خوب د انسان پوستکي لپاره دومره اړين دی لکه څومره چې لمر، سيرم او نور کريمونه دي.

۷- دماغي ناروغي رامنځته کوي:
بېخوبي نه يوازې ستاسو بدني روغتيا زيانمنوي، بلکې مزاجي او دماغي ناروغي هم رامنځته کوي، څېړنې ښايي، هغه خلک چې له بېخوبۍ سره مخ وي، ځان يوازې احساسوي، د هغوی مزاج بدلېږي او خوښي ډېره لږه احساسوي، که دا حالت ډېر وخت دوام وکړي نو انسان له دماغي ناروغيو سره مخ کېږي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance