The news is by your side.

د پښتورګو ناروغيو مخنيوی څنګه وکړو؟

پښتورګي زموږ په بدن کې د نومورکو اتلانو په څېر وي، چې خيری او اضافي مواد له بدن څخه اوباسي، تر څنګ يې د مالګې، پوتاشيم او اسيدونو سطحه هم نورماله ساتي، چې له امله يې د وينې فشار نورمال وي، ځکه د دې له امله په وينه کې د وټامن ډي اندازه لوړېږي او د وينې سره کرويات هم په متوازنه توګه اوسي.
خو د پښتورګو ناروغي ډېره دردوونکي او ژوند اخيستونکې هم کېدای شي. که د پښتورګو ناروغۍ درملنه ونه شي، نو فعاليتونه يې په تدريجي توګه له منځه ځي. د خوړو په عادتونو کې يو څو بدلونونه کولای شي ستاسې پښتورګي له ناروغۍ وژغوري.
له ګازي مشروباتو ځان وژغورئ:
د سوډا يا کاربونيت لرونکي مشروبات له بېلابېلو لارو روغتيا ته زيان رسوي، په دې مشروباتو کې د بورې اندازه زياته وي، چې په عاجله توګه بدني قوت رامنځته کوي، خو په اوږدمهاله ډول روغتيا ته زيان رسوي. دا مشروبات د پښتورګو لپاره هم ډېر زيان رسوونکي دي، د دې پر ځای ګټور مشروبات لکه، د ليمو اوبه، د نورو تازه مېوه جاتو اوبه يا د کوپرې اوبه وڅښئ.
د مالګې پر اندازې پام وساتئ:
د مالګې ډېر استعمال د پښتورګو د ناروغۍ بنسټيز لامل کېدلای شي، د پښتورګو ناروغانو ته په ډېره لګه اندازه د مالګې کارولو سپارښتنه کېږي، که تاسې خپل پښتورګي د ټول عمر لپاره له ناروغۍ ژغورل غواړئ، نو په منځنۍ توګه مالګه وکاروئ.
له پروسس شويو خوړو ځان وژغورئ:
پروسېس شوي خواړه له غوړيو، مالګې او بورې څخه ډک وي، چې په هېڅ حالت کې د روغتيا لپاره ګټور نه دي، که تاسو د کور د خوړو پر ځای له بهره له وړاندې چمتو شوي خواړه راغواړئ، نو فکر وکړئ چې تاسو د ځان لپاره بېلابېلې ناروغۍ پر پيسو اخلئ، په پروسس شويو خوړو کې په زياته اندازه چربي کارول شوي وي او د دا ډول خوړو کارول د زړه، هاضمې او ګردو ناروغۍ رامنځته کولی شي.
اوبه ډېرې وڅښئ:
اوبه د پښتورګو لپاره ډېرې ګټورې دي، په مناسبه توګه د اوبو څښل له بدن څخه زهرجن مواد خارجوي، يعنې د اوبو زيات استعمال د پښتورګو ناروغيو احتمال راکموي، له ساده اوبو څخه نيولې د کوپرې تر اوبو، هر ډول چې خوښوئ، ويې څښئ او د پښتورګو د ناروغۍ مخه ونيسئ.
مېوې او سبزيجات ډېر وکاروئ:
په مېوو او سبزيجاتو کې ډېر غذايي مواد پيدا کېږي چې د پښتورګو لپاره ګټور دي، په مېوو او سبزيجاتو کې د مالګې اندازه ډېره کمه وي، همدا شان په مېوو او سبزيجاتو کې ګلپي، انګور، شمله مرچ، پياز، مولۍ او انناس) د پښتورګو د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي.
يادونه: دا مالومات د لوستونکو د مالوماتو د زياتونې په موخه دي، که تاسو له ستونزې سره مخ ياست، له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ.
لیکنه: فياض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance