The news is by your side.

د خپلو نوکانو خوړلو عادت زيانونه او ځان ژغورنه

ګڼ شمېر داسې عادتونه شته چې نشه نه ده، خو تر نشې هم انسان ته ډېر دروند پرېوځي او رنځوي يې. نوکان خوړل هم يو له هغو عادتونو څخه دی چې که انسان پرې روږدی شي، ځان ژغورل ترې بيا ډېر ستونزمن او ان د ناشونتيا تر بريده رسېږي.
په يوه څېړنه کې ښودل شوې چې په نړۍ کې (۳۰) سلنه خلک اوس د نوکانو خوړلو پر عادت روږدي دي، دا خلک چې کله پر ذهني فشار اخته شي نو بيا پر غاښونو خپل نوکان خوري يا يې شکوي، دا عادت يې بيا داسې حالت ته رسيږي چې خپله شخص بيا دا احساس نه کوي چې زه کوم بې ګټې کار کوم، يا ځان ته زيان رسوم، يا پر يو شي ډېره توجه کوي او يا په يو ژور فکر کې ډوب وي چې خپل دې عادت ته يې نه فکر کېږي.
دې عادت ته د اندېښنې عادت يا (nervous habit) ويل کېږي، که څه هم دا عادت په خپل ذات کې يو ډېر ناوړه او بې ګټې عادت دی، تر څنګ يې ستاسو غاښونو او نوکانو ته هم زيان رسېږي، همدا شان د نوکانو تر منځ ګڼ شمېر بکترياوې ستاسو د خولې له لارې بدن ته ننوځي او د ناروغۍ لامل ګرځي.
راځئ لومړی پر دې وغږېږو چې د خپلو ګوتو نوکان خوړل کوم زيانونه لري:
د دې عادت له امله ستاسو د نوکانو بڼه خرابېږي او په ډېر ځنډ سره لويېږي.
ستاسو مسکا زړه راښکونکې نه وي، ځکه د دې عادت له امله ستاسو غاښونه خرابېدلی او ماتېدلی شي.
په لاسونو کې شته جراثيم مو د همدې عادت له امله بدن ته ننوځي او د ناروغۍ لامل ګرځي.
دا عادت مو په ټولنه کې هم کوزګوری کوي، ځکه په يو مجلس کې هغه شخص ته په ټيټه کتل کېږي، څوک چې خپل نوکان خوري.
کله چې نوکان ډېر ژور وخوړل شي، نو د لويېدو پر مهال ستاسو د ګوتو په غوښه کې ننوځي چې وروسته د ډېر درد لامل ګرځي.
د خولې ناروغښ، د وريو سوزش او نورې ګڼ شمېر ستونزې د همدې ناروغۍ له امله پيدا کېږي.
د دې عادت ناوړه تاثيرات:
د نوکانو خوړل د کمزورې روغتيا ښکارندويي کوي، که څه هم دومره خطرناکه مسئله نه ده، خو بيا هم دا عادت تر خطرناک حالته رسېدلی شي. د يو راپور له مخې په استراليا کې يوه برتانوي نژاده جلۍ چې (کورټني وتهورن) نومېدله، له ټولنې څخه ستړې او زړه بدې وه، غوښتل يې ځانله اووسېږي، په داسې حالت کې د خپلو نوکانو خوړلو پر روږدې شوه، په څلورو کلونو کې يې د يوې ګوتې ټول نوک له منځه يوړو، ګوته يې لومړی توره شوه او بيا يې ټپ په ډېرېدو شو، کله چې ډاکټرانو د نوموړې معاينات وکړل، نو معلومه شوه چې د هغې په پوستکي کې يو نااشنا کينسر لګېدلی دی، څلور واره يې د ګوتې عملیات وکړل، خو پايله يې ورنه کړه، اخر يې د ډاکټرانو له لوري ټوله ګوته پرې کړای شوه تر څو دغه ناروغي يې د بدن نورو غړو ته ونه غځېږي.
لامل يې معلوم کړئ!:
لومړی دا لامل معلوم کړئ چې تاسو ولې نوکان خورئ؟ کله چې زړه تنګي شئ که تر ذهني فشار لاندې ياست؟ څېړنې ښايي چي يو کس هغه مهال خپل نوکان خوري کله چې هغه ستړی، زړه تنګی، وږی، خفه او يا اندېښمن شي. دا لاملونه معلوم کړئ او د حل لپاره يې هڅې وکړئ، دا عادت به مو ورو به ورو له منځه لاړ شي.
د دې تر څنګ که پر لاندنيو خبرو عمل وکړئ، نو دا به هم له دې عادته په راګرځېدو کې مرسته وکړي.
نوکان مو واړه وساتئ!
نوکان چې مو هر څومره واړه وي، نو شکول او يا خوړل به يې هم ستونزمن وي، خپل نوکان مو لويېدو ته مه پرېږدئ او د ناخنګير په مرسته يې واړه کړئ، تر څو داسې حد ته ونه رسېږي چې تاسو يې په غاښونو وشکوئ، په اوونۍ کې يوه يا دوه ورځې خپلو نوکانو ته ځانګړې کړئ او پر خپل وخت يې واړه کړئ.
دستکشې يا د نوکانو ښکلا توکي وکاروئ:
ډېر کله دستکشې په لاسونو کړئ او دا خپل عادت وګرځوئ، که دستکشې مو پر لاسونو وي، نو فکر به مو نوکانو ته نه وي او نه به هم تاسو ته ښکاري، که بې فکرۍ کې هم خپل نوکان غاښونو ته يوسئ، نو نوکان به مو په امان کې وي.
لاسونه يا خوله مو بوخته وساتئ!:
کله چې تاسو خپله خوله يا لاسونه بوخت وساتئ، نو د وخت به نه لرئ چې خپل نوکان وخورئ، د بېلګې په توګه، تاسو کولای شئ خوله د جاولې په وسيله بوخته وساتئ، لاسونه مو د (سټرېس بال)، تسبيح يا موبايل په مرسته بوخت وساتئ.
د نوکانو تريخ يا بېخونده رنګ وکاروئ!:
پر خپلو نوکانو تریخ يا بېخونده رنګ ووهئ، کله چې تاسو هغه خولې ته نږدې کړئ نو بد خوند به مو له نوکانو خوړلو زړه تور کړي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance