The news is by your side.

د ساه اخيستلو پر مهال د بد بوی احساس ګڼ شمېر لاملونه لري

ايا تاسو ډېر کله د ساه اخيستلو پر مهال بدبوی احساسوئ؟ که ځواب مو هو وي، نو د دې ستونزې ډېر لاملونه او ستاسو ځينې تېروتنې کېدلای شي.
د ساه اخيستلو پر مهال بد بوی احساسول يو زوروونکی حالت دی، چې د پيازو يا اوږې له امله هم رامنځته کېدای شي.
ځينې داسې خوراکونه يا لاملونه هم شته چې د خولې د بدبوی لامل ګرځي، چې په لاندې ډول دي.
د غاښونو تر څنګ د ژبې پاکوالی نه ساتل:
که هره ورځ غاښون برس يا پاک نه شي، نو د خوړو وړې ټوټې په خوله او د غاښونو تر منځ پاتې کېږي، چې له امله يې په خوله کې بکترياوې زياتېږي، چې د ساه اخيستلو پر مهال د بدبوی لامل ګرځي. همدا شان پر ژبه پرتې بکترياوې د بدبوی لامل ګرځي، خپله ژبه مو هره ورځ د برس يا کوم بل توکي په وسيله پاکه کړئ.
ډېر پروټين درلودونکي خواړه:
ډېر پروټين درلودونکي خواړه هم د خولې بدبوی رامنځته کوي، که تاسو داسې خواړه ډېر کاروئ، نو د خولې بدبوی مو د اندېښنې وړ خبره نه ده، په خوله کې شته بکترياوې پروټين تحليلوي چې له امله يې بدبوی رامنځته کېږي.
وچه خوله:
کله چې خوله ډېره وچه وي، نو لياړې هم کمې وي، د خولې د وچوالي له امله د خوړو ټوټې او بکترياوې تر ډېر وخته په خوله کې دننه پاتې کېږي، چې له امله يې د خولې بوی رامنځته کېږي، له دې څخه ځان ژغورل د ډېرو اوبو څخه په مرسته کېږي.
ګاز لرونکي يا کاربونیټ لرونکي څښاک:
کاربونيټ لرونکو مشروباتو کې (تېزاب) په زياته اندازه وي، چې لامل يې په دې مشروباتو کې د (فاسفورس اسيد) زياتوالی دی، د يوې څېړنې له مخې دا مشروبات په خوله کې تېزابيت زياتوي، چې له امله يې خوله وچه وي، چې بيا بکترياوې او د خوړو وړې ټوټې د بوی لامل ګرځي.
کافي:
په (کافي) کې شته کيفين خوله وچوي، چې له امله يې په خوله کې لاړې کمېږي او بکرتياوې زياتېږي، چې تر څنګ يې په خوله کې بدبوی زياتېږي، که په ساه کې د بدبوی ستونزه وي، نو يا (کافي) څښل کم کړئ، يا ترې وروسته اوبه وڅښئ.
د وينې لوړ فشار:
ډېر خواږه شيان خوړل د غاښونو لپاره مضر دي، تر څنګ يې شکر هم زياتېږي، همدا شان په خوله کې د ګلوکوز سطحه هم لوړېږي، چې له امله يې بکرتياوې هم زياتېږي او بدبوی هم راپيدا کېږي، دا ستونزه تر ډېره شکر درلودونکو ناروغانو کې وي.
ترشې مېوې:
ځينې ترشې مېوې هم په خوله کې په طبيعي ډول بکترياوې زياتوې، دا بکترياوې خواږه خوښوي او دا خواږه په اسيدونو بدلېږي چې د وخت په تېرېدو د بېلابېلو حساسيتونو رامنځته کېدو لامل ګرځي.
تنسلونه:
په ساه کې د بد بوی احساس د تنسلونو له امله هم کېدای شي، په عامو حالتونو کې تنسلونه د بکتریاوو، مړو شويو حجرو او نورو موادو څخه ډک وي، دا نښتي يا جمع شوي مواد د وخت په تېرېدو پر سپينو غوټو بدلېږي، چې په پايله کې يې بدبوی رامنځته کېږي. د دې ستونزې درملنه د غاښونو په مينځلو او غړغړو کولو کې نغښتې ده.
د پوزې ستونزې:
د طبپوهانو له نظره، په هغو خلکو کې د ساه بدبوی ډېر وي، چې ډېری وختونه له زکام، رېزش او حساسيت سره مخ وي.
د معدې تېزاب:
کوم خلک چې د معدې تېزاب يا د سينې سوزش ولري، په هغوی کې د ساه بدبوی هم ډېر وي، د معدې تېزاب د دې لامل کېږي چې خواړه نه هضم کېږي او بېرته د خوراکي نالې سر ته راخېژي، چې د بد بوی لامل ګرځي.
د ويټامن سي کموالی:
ويټامن سي له بدن څخه د هغو خوادو په خارجولو کې مرسته کوي چې د بد بوی لامل ګرځي، د پوهانو په خبره، وټامن سي داسې يو تېزابي حالت رامنځته کوي چې په خوله کې شته بکترياوې له منځه وړي.
وچه مېوه:
خوبانۍ، الو بخارا يا دې ته ورته ځينې نورې مېوې په زياته اندازه بوره او بوی پيدا کوونکې بکترياوې لري، چې دا مېوه ډېر کله د غاښونو تر منځ پاتې کېږي، له دې څخه هم په خوله کې بد بوی رامنځته کېدای شي، نو د داسې مېوو خوړلو څخه وروسته يو ځل برس وکاروئ يا خوله کنګال کړئ.
شيدې:
د شېدو څښلو څخه هم په خوله کې بد بوی رامنځته کېږي، ځکه په شيدو کې شته (امينو اسيدونه) له بکترياوو سره يو ځای کېږي او په ګډه (سلفر ګيس) رامنځته کوي، چې په خوله کې د بد بوی لامل ګرځي.
لیکنه: فیاض حمید

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance