The news is by your side.

د خیبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ کې ۳۶ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

خبریال وېبپاڼه: د خیبر پښتونخوا د بنو له ولسوالۍ سرچینو رسنیو ته ویلي، په هغه موټربم او وسله والو بریدونو کې چې نن سهار د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز شوي شپږ عسکر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

په دغه پېښه کې څلور ولسي کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

ويل کیږي، دغه چاودنه ډېره زوروره وه او ورڅېرمه ولسي خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

تر اوسه پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance