The news is by your side.

غصه ستاسو د روغتيا دښمنه ده

غصه يا قهر يوه طبيعي خبره ده، دا يوه داسې طبيعي او احساساتي عمل دی چې هر چا ته، په هر ځای کې، د هر ناسم حالت په ليدو ورتللی شي، د بېلګې په ډول: که څوک پر سړک خپل لوری پرېږدي او ستا په لوري راشي، ستا له موټر سره ټکر وکړي، نو طبعاُ غصه کېږئ. يا که د محصلۍ په دوره کې تاسو يو اوږد مضمون د پوهنتون لپاره په لاس وليکئ او په اخره کې پرې څوک اوبه يا چای واړوي، نو حتمي به غصه يا قهر درځي، دا يوه طبيعي خبره ده چې ناسم حالت يا کار انسان ته غصه ورولي.
ډاکټر مايکل برټن وايي: د غصې پر مهال د انسان په بدن کې حقيقي او ذهني بدلون څرګندېږي، د غصې پر مهال د انسان بدن په زياته اندازه(هورمونونه) او (نيوټروټر انسميټر) خارجوي، چې د انسان پر مغز اثر کوي. همدا لامل دی چې د غصې پر مهال د انسان دماغ په خپل حالت کې نه وي، طبپوهان وايي، کله کله غصه کول د انسان روغتيايي حالت ښايي چې ښه دی، هو هر وخت غصه کول يوازې د کورنيو او ټولنيزو اړيکو لپاره نه بلکې ستاسو د ذهني او بدني روغتيا لپاره هم زيانمنه تمامېدلی شي.

د زړه ناروغۍ:
طبپوهان غصه او مخالف د زړه ناروغۍ لومړنۍ نښه يادوي، د نېډرلينډ هېواد (ټل برګ) پوهنتون استاد ډاکټر (جان ډينولټ) وايي: له بېلابېلو څېړنو دا په ډاګه شوې چې هغه کسان چې د زړه د دورې له امله مړه شوي، يا د زړه ناروغي ولري، په هغوی کې مخکې له مخکې د غصې او مخالفت کولو احساس څرګند وي.

د وينې لوړ فشار لامل:
د وينې لوړ فشار داسې يوه ناروغي ده چې د نورو ناروغيو لامل ګرځي، که د دې ناروغۍ درملنه ونه شي، نو پايله يې د دماغو د رګ شکېدل يا د زړه دوره کېدلی شي. د غصې پر مهال د انسان د وينې فشار له نورمال حالته پورته ځي، چې دغې حالت کې زړه بايد له خپل نورمال حالت څخه ډېره وينه رګونو ته پمپ کړي، نو زړه تر ډېر فشار لاندې راځي.

کمزوری دفاعي سيستم:
له بېلابېلو څېړنو دا په ډاګه شوې چې غصه د انسان دفاعي سيستم کمزوری کوي او کله چې د انسان دفاعي سيستم کمزوری شي، نو بېلابېلې ناروغۍ پرې حمله کولی شي.

د هاضمې لپاره زيانمنه تمامېږي:
غصه يوازې د انسان په ذهني او قلبي روغتيا منفي اغېز نه کوي بلکې د انسان د هاضمې سيستم هم خرابولی شي، د هارورډ طبي ښوونځي په يوه څېړنه کې په ډاګه شوې چې د ډېره غصه کوونکو خلکو هاضمې سېستم په سم ډول فعاليت نه شي کولی، چې نه يوازې د دوی روغتيا اغېزمنه کولای شي بلکه په خوړو کې يې هم کمښت راځي.

د ذهني روغتيا لپاره مضره ده:
غصه پر ذهني روغتيا هم ډېر منفي اغېز درلودلی شي، د غصې له امله د انسان يادداشت له منځه ځي، په نړيوال جريده کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، د غصې له امله دماغي پیاوړتيا کمزورې کېږي، همدا شان ذهني فشار رامنځته کوي، چې له امله يې د فکر وړتيا له منځه ځي، تر څنګ يې د ناارامۍ او ډپرېشن لامل هم ګرځي.

د کينسر ناروغۍ لامل ګرځي:
د غصې نه کول يا کنترولول ښه کار يادېږي، خو اوس په يوه نوې څېړنه کې دا په ډاګه شوې چې که تاسو هر وخت خپله غصه کنترول کړئ او ويې نه کړئ، نو د کينسر له ناروغۍ سره مخ کېدلی شئ. د پوهانو په وينا: کله چې زموږ په بدن کې هر ډول احساسات راپارېږي، نو زموږ بد د (کارټيسول) په نامه هورمونونه توليدوي، که خپل احساسات څرګند کړو، نو دا هورمون خپله له منځه ځي، که احساسات څرګند نه کړو، نو دا هورمون تر ډېره په بدن کې پاتې کېږي، پوهانو ويلي دا هورمون زموږ دفاعي سيستم هم کمزوری کوي. کله چې زموږ دفاعي سيستم کمزوری شي، نو زموږ کرويات د کينسر پر کروياتو بدلېږي.

فلجېدل:
په (هاورډ) پوهنتون کې د يوې شوې څېړنې له مخې، شديده يا سخته غصه انسان له فلج کېدا سره هم مخ کولای شي.
فياض حميد

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance