ګینګریچ: د امریکا افغان همکاران دې په سختو شرایطو کې نه پرېښودل کېږي
د امریکا د استازو خونې پخوانی مشر نیوت ګینګریچ وايي، چې هغه افغانان چې له امریکا سره همکاري کړې ده، باید چې ځانګړی ملاتړ یې وشي او په سختو شرایطو کې دې یوازې نه پرېښودل کېږي.
هغه له یو ټلویزیون سره مرکه کوله چې دا نظر یې څرګند کړ. نوموړي وویل، هغه افغانان د پراخ ملاتړ او چلند وړ دي، چې د امریکایانو سره اوږه په اوږه جنګېدلي، امریکایان یې ژغورلي دي او همدا راز د طالبانو پر وړاندې په بریا ترلاسه کولو کې یې مرسته کړې ده.
ګینګریچ وايي، کله چې څوک ستاسو سره په پوره مانا ملاتړی وي او ستاسو سره یو ځای خپل ژوند په خطر کې اچوي، نو باید چې هغه یوازې پرې نه ښودل شي.
د یادولو وړ ده، چې د ګینګریچ دا څرګندونې په داسې وخت کې دي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي او هغه په وار وار ویلي دي، چې د کډوالو پر وړاندې به سخت ګامونه پورته کوي.
بلخوا د امریکا اوسني حکومت ویلي دي، چې هغه افغانان چې د امریکا ویزو ته په تمه دي، د ویزو شمېر ورته زیاتوي او دغه خلک به ټول امریکا ته راولي.