The news is by your side.

بیل ګیټس په افغانستان کې د پولیو ختمولو نوی کمپاین پیلوي

د نړۍ له شتمنو څخه یو کس بیل ګیټس او د هغه مېرمن په ګډه غواړي چې په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ د بشپړ ختمولو لپاره یو نوی کمپاین پیل کړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کمپاین نه یوازې دا چې په افغانستان کې به پیل شي، بلکې ترڅنګ به یې پاکستان کې هم د پولیو ختمولو لپاره کمپاین پیل شي، ځکه اوس په نړۍ کې یوازې دا دوه هېوادونه دي چې د پولیو ناروغي پکې شته.

د روغتیا نړیوال سازمان چې له کلونو راهیسې د دغه ناروغۍ د ختمولو لپاره کار کوي، تراوسه پورې یې له افغانستان او پاکستان څخه دا ناروغي په بشپړه توګه له منځه یو نه وړل شوه.

د یادولو وړ ده، چې د بیل ګیټس او د هغه د مېرمنې سره به په دغه کمپاین کې قطر او ځینې نور هېوادونه هم یو ځای شي، تر څو د پولیو ناروغي په  بشپړه توګه له منځه یوسي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance