د امریکا ولسمشر: ایران مو کمزوري وضعیت ته ورساوه
د امریکا ولسمشر جو بایډن یو ځل بیا د ایران په اړه غږېدلی دی او په خپلو تازه څرګندونو کې یې ویلي دي، چې ایران یې د څو لسیزو په پرتله تر ټولو ټیټ موقف او کمزوري وضعیت ته رسولی دی.
نوموړي په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي، چې د ایران په ځپلو کې مو مرسته کړې ده.
د یادولو وړ ده، چې ایران په سیمه کې د امریکا او اسراییل تر ټولو ستر دښمن یادول کېږي. ځکه له لسیزو راهیسو د دواړو هېوادونو سره په یو نه یو ډول په لانجو کې ښکېل دی.
په دې وروستیو کې د اسراییل لومړي وزیر نیتن یاهو هم ویلي و، چې ایران یې په هر ځای کې مات کړی دی او اوس دا توان نه لري چې د اسراییل پر وړاندې کوم ګام پورته کړي.
په تېرو څه وختونو کې اسراییل هغه ټولې ډلې په بېلا بېلو هېوادونو کې وځپلې، چې د ایران له خوا تمویل کېدې او د اسراییلو پر وړاندې یې جګړه کوله.
د دغه ډلو د سر سر کسان اسراییلو په بېلا بېلو هېوادونو کې ووژل. تر ټولو وروستۍ پېښه بیا د سوریې حکومت له منځه تلل دي، چې اسراییل دا هم خپله ستره بریا ګڼي.