The news is by your side.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: ۳ میاشتو کې ۱۹۲۰ بهرنیانو د کار جوازونه اخیستي

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په تېرو درې میاشتو کې د دوی وزارت له خوا ۱۹۲۰ بهرنیانو ته په افغانستان کې د کار کولو جوازونه ورکړل شوي دي.

دا معلومات د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ویاند له خوا ورکړل شوي دي. هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې په تېرو درې میاشتو کې ۱۹۲۰ بهرنیانو په افغانستان کې د کار کولو جوازونه ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت ویاند همدا راز زیاتوي، چې په تېرو درې میاشتو کې مو ټول ۳۳ زره جوازونه ویشلي دي. هغه وايي چې په دولني ادارو کې ۲۱ زره او ۵۰۰ او ۶۷ کسانو او په خصوصي برخو کې بیا ۹۸۰۰ کسان په کار ګمارل شوي دي، همدا راز ۱۹۲۰ بهرنیان هم پکې شامل دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance