The news is by your side.

خوشال سادات: پاکستاني طالبان به ډېر ژر په پښتني سیمو ولکه ټینګه کړي

د افغانستان پخواني حکومت اسلامي جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات وايي، چې پاکستان به هیڅکله هم طالبان له لاسه ورنکړي، ځکه چې دغسې بله جنګي مُهره نه شي موندلی.

هغه وايي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د یو بل پر ضد تبلیغات کول یوه ډرامه ده. نوموړي وویل، چې د طالبانو خلاف د پاکستان تبلیغات ځکه نتیجه نه ورکوي، چې عملي اقدامات ورسره نه دي مل.

خوشال سادات همدا راز وايي، چې پاکستان خپل غم اخیستی دی، د طالبانو په څېر بله جنګي ډله نه شي موندلی. هغه وویل چې که دا ځل د پاکستان پوځ پر افغانستان بمبار وکړي، نو کېدای شي چې هند طالبانو ته د الوتکو ضد وسلې لکه سټېنګر او د ټانک ضد وسلې لکه میلان ورکړي، دغه وسلې به د جګړې معادله کې تغییر راولي.

خوشال سادات دا هم وویل، چې کېدای شي ډېر زر پاکستاني طالبان په پښتنو سیمه او همدا راز بلوڅ ازادي غوښتونکي د بلوچستان په سیمو باندې خپله ولکه ټینګه کړي، افغانانو ته پکار دي چې د دغه بدلون لپاره ځانونه تیار کړي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance