The news is by your side.

متقي: هند به افغانانو ته د ویزو ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او ډیپلوماټيکي اړیکو په وده باندې یې توافق کړی دی.

نوموړي چې د هند د بهرنیو چارو وزارت د یو معین سره یې په متحده عربي اماراتو کې لیدلي و، په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې هند به افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدلو سره سم هند د افغانانو لپاره د ویزو ورکړه بنده کړې ده. هغه مهال چې کومو خلکو ته ویزې ورکړل شوې وې، هغه هم د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې لغوه اعلان کړې وې.

خو اوس چې په لومړي ځل د افغانستان او هند ترمنځ لوړپوړو چارواکو لیدلي دي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کېږي.

د هند چارواکو هم د دغه لیدنې پر مهال ویلي و، چې د هند او افغانستان ترمنځ به بشردوستانه پروګرامونه پیل کړي او هند به په پراختیايي پروژو کې هم په افغانستان کې برخه واخلي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance