The news is by your side.

زلمی خلیلزاد: که پاکستان له سقوط او پرځېدو ځان ژغورل غواړي، عمران خان دې خوشې کړي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان حکومت او پوځ ته ویلي دي، که غواړي چې له سقوط او پرځېدو څخه ځانونه وژغوري، نو عمران خان دې د شلمې جنورۍ نه مخکې له زندان نه خوشې کړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دویم ځل لپاره د جنورۍ په شلمه نېټه د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

زلمي خلیلزاد له دې مخکې هم د عمران خان په ملاتړ ټویټونه کړي و.

په خپلو تازه څرګندونو کې زلمي خلیلزاده ویلي دي، چې د پاکستان حکومت دې د ډونالډ ټرمپ د لوړې مراسمو څخه وړاندې عمران خان له زندانه خوشې کړي او د هغه له ګوند سره دې هوکړه وکړي، په دې  صورت کې به دوی له سقوط او پرځېدو څخه وژغورل شي.

هغه پاکستان ته دا هم ویلي دي، چې په امریکا کې ځانته د لابي کولو پر ځای دغه مهم کار وکړئ. هغه په عمران خان لګېدلي ټول تورونه هم جعلي بللي دي.

د یادولو وړ ده، چې عمران خان د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې نیول شوی او تراوسه پورې په زندان کې بندي دی. بلخوا د هغه له ګوند سره په دې وروستیو کې یو ځل بیا مذاکرات هم پیل شوي دي.

ځواب ورته ورکړئ‌
koi finance