میدان وردګو ولایت کې ۳۰۰ سړې خونې جوړیږي
خبریال وېب پاڼه/ میدان وردګ ولایت کې د ۳۱۴ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۰۰ سړو خونو د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په میدان وردګو ولایت کې د کرنې ریاست له لوري د (NHLP) مؤسسې په مرسته د ۳۱۴میلیونه ۲ لکه ۶۹ زره افغانیو په ارزښت د ولایت په کچه انډولیز پرمختګ ته په کتو ۳۰۰ د مڼو، کچالو او پیازو سړې خونې او د مېوو د وچولو سولري ماشینونه د بزګر په لس سلنه سهم جوړيږي چې نن د دغه سړو خونو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
میدان وردګو والي مظفرالدین یمین وايي، د ولسمشر له دې اقدام چې د په ځان بسیاينې او کرنیزو محصولاتو د ساتنې لپاره يې کړی مننه او ملاتړ کوو، د ولایتې شورا له وکیلانو، علماوو، ولسونو او بزګرانو يې وغوښتل، د دې پروژې په پلي کولو کې له مسؤولینو او اړونده ادارو سره مرسته وکړي.
د ولسونو په استازولۍ د ولایتي شورا رییس الحاج اختر محمد طاهري د دغې پروژو په پلي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او دا يې د کرنیزو حاصلاتو د ضایعاتو په مخنیوي کې ډېره اغېزمنه پروژه وبلله.
دغه راز ولسونو هم د دې پروژې د پلي کولو لپاره خوشالي څرګنده کړه د خپلو کرنیزو حاصلاتو د ساتلو لپاره يې دا پر ځای او نېک اقدام و بللو.
د میدان وردګو ولایت بزګران هم دا ډول پروژې د دغه ولایت د خلکو اړتیا ګڼي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د ۷۸ ميليونه او ۷ سوه زره افغانيو په لګښت درې نيم کيلومتره سړک جوړيږي.
د ننګرهار ولايت کليو بيا رغونې او پراختيا رياست له لوري بهسودو ولسوالۍ کې د اته اويا میلیونه او اووه سوه زره افغانيو په مالي لګښت د درې نيم کيلومتره سړک په کانکريټي ډول جوړولو قراراد لاسليک شو.
د کليو بيا رغونې او پراختيا ادارې رئیس امان الله مياخېل وايي، چې دا قرار داد يې د هډې حضرت عثمان او کوز کلي پرمختيايي شوراګانو سره لاسليک کړ.
نوموړی وايي، چې دا سړک پنځه کلي د چپرهار ولسوالۍ له عمومی سړک سره نښلوي او په جوړېدو سره به یې زرګونو کورنیو ته ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.