The news is by your side.

د جګړې په تداوم کې د سولې پر هوکړه له سره غور کوو

خبریال وېب پاڼه/د امریکا مرستیال دفاع وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې یو ځل بیا طالبانو ته ګوت څنډنه کړې ده.

د امریکا مرستیال وزیر جېمز انډېرسون وایي که طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، دوی به د سولې پر شوې هوکړه له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له امریکا سره د طالب اورپکو د سولې له تړون را په دېخوا دغې وسله والې ډلې په افغان ځواکونو او عامه تاسیساتو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او تر اوسه یې سلګونه ملکي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکاټ مېلر هم په یوه بیان کې طالب اورپکو ته ګواښ کړی ؤ چې که په خپلو بریدونو کې کموالی را نه ولي، دوی به د افغان ځواکونو ملاتړ ته را ودانګي.

طالبانو د کرونا وبا په راتګ سره خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او د نړیوالو له غوښتنو سره سره یې په خپل تاوتریخوالی کې کمی را وستلی نه دی.

تېره ورځ د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یوه بیان کې وویل چې د روژې په تېرو لسو ورځو کې ترهګرو ۴۳ ملکیان په شهادت رسولي او څه د پاسه ۷۳ نور یې ټپیان کړي دي. د دغه کمیسین خبرپاڼه وایي چې په وژل شویو کې لویه برخه ښځې او ماشومان دي او زیاتوي چې په تاوتریخوالي کې هېڅ کمی نه دی راغلی.

راپور کې همداراز راغلي چې په دغه تلفاتو کې شاوخوا ۷۰ سلنه مرګ ژوبله د طالب اورپکو لخوا را منځته شوې ده.

د امریکا د دفاع وزیر نوي مرستیال جیمز سنا مجلس ته په خپله وینا کې ویلي چې دوی له طالب اورپکو سره سولې ته د رسېدو په موخه تاوتریخوالی کم کړی دی او په وینا یې که طالبان دغه اصل ته ژمن پاتې نه شي، دوی اړ دي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

هېره دې نه وي چې تېر کال د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په یوه ټویټ سره له طالب اورپکو سره د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو کړې وې.

انډېرسون زیاتوي چې دوی هغه څه ضرور عملي کوي چې په هکله یې خبرې کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې طالبان به په خپلو کړو ژمنو عمل کوي او له تاوتریخوالي به لاس اخلي.

تر اوسه د طالب اورپکو لخوا د امریکا دغې لوی چارواکي ته په غبرګون کې څه نه دي ویل شوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.