The news is by your side.

د طالبانو په راتګ سره په افغانستان کې د هند اندېښنه

خبریال وېب پاڼه/هندي چارواکي اندېښنه لري چې که طالبانو له غرونو را ښکته شي، په افغانستان کې به د دوی له موجودیت سره مخالفت څرګند کړي.

هندوستان اندېښنه لري چې له سولې وروسته به طالب اورپکي چې د پاکستان له ملاتړ برخمن دي، په افغانستان کې به د دوی له موجودیت سره مخالفت وښیي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې هندو ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې هند اندېښنه لري چې له سولې وروسته به په افغانستان کې د دوی له شتون سره مخالفت وښیي ځکه په وینا یې دغه اورپکې ډله د پاکستان له بشپړ ملاتړ څخه برخمنه ده.

خلیلزاد دغې ورځپاڼې ته ویلي چې هند کولی شي په افغان سوله کې په اغېزمن رول ادا کولو خپلې تولې اندېښنې له وسله والو طالبانو سره شریکې کړي او په دې سره خپلې اندېښنې رفع عکړي.

ښاغلی زلمی خلیلزاد پرون جمعه هند ته تللی ؤ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جي شېنکر او د امنیت شورا له سلاکار اجیت دووال سره یې په افغان سوله او په بین الافغاني خبرو کې د هند په رول خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په هکله تازه معلومات هندي چارواکو ته ورکړي او دوی هم ویلي چې په افغان سولې کې چې د افغانانو تر مشرۍ لاندې وي، هر راز مرستې ته چمتو دي. هندي چارواکو هم ډاډ ورکړی ؤ چې دوی به د تل په څېر له افغانستان سره ولاړ وي او خپله برخه رول به ادا کوي.

تر دې وړاندې خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو په باب خبرې کړې وې او ورته ویلي یې دي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید دغه اورپکې ډله خپل تاوتریخوالی کم کړي او له امریکا سره د سولې په شوي تړون کې کړو ژمنو باندې ودرېږي.

خلیلزاد دې هندو ورځپاڼې ته ویلي چې هند کولی شي له طالب اورپکو سره مستقیمه اړیکه ټینګه کړي او د ترهګرۍ په اړه ورسره خپلې ټولې اندېښنې شریکې کړي.

نوموړی زیاتوي چې هند او افغانستان اوږدې اړیکې سره لري او د دغو اړیکو د پایښت لپاره په کار ده چې نوی دهلی په افغان سوله کې اغېزمن رول ادا کړي او له طالبانو سره مستقیمو خبرو ته را ودانګي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.