هرات کې یو ځل بی د مثبتو پېښو ګراف لوړ شوی
خبریال وېب پاڼه/په هرات ولایت کې کې یو ځل بیا د کویډاـ۱۹ مثبتې پېښې په لوړېدو دي او د خلکو اندېښې یې هم زیاتې کړې دي.
د هېواد په لویدیځ لوري هرات کې ېرې څو ورځې د کرونا مثبتو پېښو ګراف یو ځل بیا لوړ شوی دی، چې یوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه ولایت کې ۷۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دوه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې ۶۸ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
هرات د هېواد په کچه لومړنی ولایت دی چې د کرونا لومړۍ پېښه په کې ثبت شوې وه او په ډېر کم وخت کې یې ورڅېرمه ولایتونه ته هم کرونا ویروس ولېږداوه.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ویاند ډاکتر محمد رفیق شیروزی وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۳ نمونې ټېسټ شوې چې له ډلې یې ۷۱ مثبتې او پاتې ۷۲ نورې منفي وې. نوموړی زیاتوي چې په تازه ثبت شویو مثبتو پېښو کې ۴۰ نارینه او ۳۱ نورې ښځې شاملې دي.
ویل کېږي په هرات کې تر اوسه ټوټال ۸۳۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۵۳۴ نارینه او ۳۰۱ ښځینه دي.
په ټول هرات کې ۱۹ کسانو د کرونا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې ۱۴ یې نارینه او ۵ نورې ښځینه دي. ویل کېږي د ناروغانو له ډلې د ۴ نورو کسانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د هرات د عامې روغتیا ویاند وایي چې له کرونا څخه د رغېدلو کسانو شمېر ۱۷۴ ته لوړ شوی دی او ۱۰۲ ناروغان تر درلمنې لاندې دي.
د هرات د ۷۱ مثبتو پېښو له ثبت کېدو سره په ټول هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۳۸۴۹ ته لوړې شوې. تر اوسه د عارمې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ټول هېواد په کچه د د کرونا د مثبتو پېښو شمېر هم نه دی اعلان کړی، چې ښایي نور هم لوړ شي.
تر اوسه د ټول هېواد په کچه څه د پاسه ۵۰۰ کسان رغېدلي او تر ۱۰۰ زیات ورڅخه مړه شوي هم دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.