د کرزي او غني د غلو تر منځ توپیر !
خبریال ویب پاڼه – وروسته له هغه چې د ډاکتر نجیب الله په مشري د خلقیانو او پرچمیانو شریکه واکمني ړنګه شوه ؛ افغانستان ته ملي ؛ مالي او اخلاقي فساد لار ومونده .
د مجاهدینو په وخت کې مالي فساد په سیاليکېده ، هیڅ دولتي او شخصي شتمني د هیچا نه وه ؛ بلکه د زور او ځواک خاوندانو پر هرڅه قبضه کړې وه او دا هر څه یې د ځان ګڼل ؛ پلورل یې او لیلامول یې .بل لور ته اخلاقي فساد د قانون برخه وه ؛ د بېلګي په توګه هلکوان ساتل ؛ پېغلياو پغلوټې بې پته کول آو آن تر دې چې په ځینو مواردو کې د د هلکوانو ودېدل دود شوي وو.
د مجاهدینو کمبله د پاکستان په مرسته طالبانو ورټوله کړه ؛ اداري فساد په ټولو ادارو کې ختم شو خو اخلاقي فساد د طالبانو په لیکو کې په پټه موجود وو. دا کار د افغانانو زړونه وګټل او د طالبانو غریبې واکمني ته یې غاړه کښېښوده او ژوند ته یې دوام ورکړ.
د طالبانو په واکمنيکې د فساد د نه شتون دوه علته وو !
لمړی دا چې طالبانو په فساد کې ککړو کسانو ته سخته جزا ورکوله او پخپله ملا محمد عمر او د هغه د کورنۍ غړيپه فساد کې ښکیل نه وو.
دوهم دا چې افغانستان غریب وو؛ د کار او روزګار زمینه نه وه مساعده ؛ د پیسو اهمیت ډېر ټیټ وو او د فساد ښکاره کولو لپاره آزادو رسنیو هم شتون نه درلود؛ نو که فساد شوی هم وي پټ پاتې کېدو .
کله چې د امریکا په مشري نړۍ والو ځواکونو د طالبانو واکمني ړنګه کړه نو افغانستان ته پراخي پیسې راغلې . ددې پیسو سره یوځل بیا هغه مجاهدین واک ته ورسېدل چې ادارياو اخلاقي فساد یې خپل جایز حق او د قانون برخه بلله .
دافغانستان دودیزي ټولنې اخلاقي فساد پټ او محدود وساته ؛ خو اداري فساد اوج ته ورسېدو ، البته د اداري فساد کوونکو لویه برخه پیسې په کور دننه د مارکېټونو ؛ کورونو او باغونو په جوړولو ولګېدې او افغانستان په یو څوکلونو کې خپله بڼه بدله کړه . محدود کسان د پیسو او امکاناتو له مخي ډېر بره لاړل او آن تر دې چې ځینو یې حکومت هم ننګاوه ؛ هم مهاله حامدکرزي خپلو چارواکو ته اعلان وکړ چې د فساد پیسې بهر مه باسئ او په کور دننه یې مصرف کړئ . حامد کرزی د خپلو خلکو په خوی او بوی پوهه وو او ورسره یې خپل حکومت ته دا اندازه لګولې وه چې فساد کابو کولای نشي ؛ ځکه یې خپل چارواکيپه هیواد کې دننه پیسو لګولو ته هڅه ول .
د حامد کرزي د واکمنيد فساد بڼه داسيوه لکه یو غل چې په یوه کور دننه شي؛ د کور ټول سامانونه لوټ کړياو وتښتي ؛ یا په بله معنا یو غل د یو چا په کور دننه شي د توپک په مټ لوټ او تالان وکړي او وتښتي؛ خو د کور مالک ته دا پته ويچې غل څوک وو او زما د کور سامان یې چېرته یووړ . هم داراز د کور څېښتن موقعه لټوله او د برلاسي پر وخت یې د غله نه د خپل سامان غوښتنه کوله . مطلب کورنی غل وو او د تېښتي لار یې نه لرله . د هغو غلو جایدادونه ؛ هسکيماڼۍ ؛ لوړپوړي ودانۍ ؛ د بیلا بیلو میوو او میلو باغونه اوس هم د افغانستان په ګڼو سیمو کې اباد دي . له ملته غلا شوې خو پیسې په کور دننه لګول شوې دي .
د حامد کرزي د واکمنيغلو خپل اولادونه؛ خپل خپلوان او دوی ته وفاداره کسان د غلا په پیسو بهرنیو هیوادونو ته د زدکړو لپاره واستول چې هلته هم د غلا پیسې بې ځایه نه دي لګول شوې او په ټوله کې ملت ګټه کړې ده ؛ یعنيد یوه ټوپک سالار نه لوستی زوی پاتې شوی دی .
کله چې د حامد کرزي واکمنيختمه شوه او د ارګ چارې یې (تیکنوکرات) اشرف غنيته وسپارلې ؛ په افغانستان کې د حکومت ولياو غلا بڼه هم بدله شوه . اشرف غني تر پښتو او دري ژبو زیات د انګریزي ژبو ویونکو ته ارزښت ورکړ او داسيځوانان یې له بهره هیواد ته راوستل چې دوه لويي نیمګړتیا وي یې لرلې .
لمړۍ نیمګړتیا داوه چې د بهر نړۍ په تنګو او وړو کورونو کې ساتل شوي دا ځوانان د پیسو سخت وږي او د شهرت لیونیان وو. دوی بهر په رستورانتونو ؛ پیزا شاپونو؛ او ځینو یې رسمي دندي هم لرلې خو په خپل ټول توان نه وو توانیدلی چې ځانته کور پیدا کړي؛ ښه ژوند او آرامه ډوډۍ ولري . دوی د خپل یوه کور د اخیستلو په ارمان د ژوند لویه برخه د سختو نالوستو کسانو تر امریت لاندي تېره کړې وه .
دوهمه نیمګړتیا داوه چې دوی بهر نړۍ کې دا سيشاقه کارونه کړي وو او انتهايينالوستو کسانو ته چې کار او روزګار یې ښه وو هره ورځ په مجبوري (سر) ویل او د هغوی ناسمو کړنو ته به یې د سو کړنو جامې ور اغوستې ؛ دوی بهر اوسېدل خو نه یې په کلب او میلو ارمان ختلی وو او نه هم په ټولنه کې په ښه شهرت پېژندل شوي وو.
دا کسان چې پر هیواد واکمن شول نو دوی د خپلو پخوانیو تجربو پر اساس چې په ډاکومنټیشن کې تکړه وواو په بهر کې د سوسیال یا حکومتي بینفیټس د اخیستلو سره سره تور کارونه کړيوو د حکومتونو د خطا ایستلو پوره تجربه لرله . دا کسان دا سيغله وو چې په پوره ډاکومنټیشن یې غلا کوله او تر ډېره یې هري غلا ته دلیل او منطق او اسنادونه کار واخیست .
دغه غله چې اوس یې په ټولنه کې د (ټامیانو) نوم ګټلی اوس په افغانستان کې په دریم قوت بدل شوي دي ؛دوی که څه هم افرادي قوت نه لري خو د واک نه په ناسه استفاده یې ځیني داسيلاري لټولې دي چې اشرف غني له دوی پرته بل څوک نشي لیدلای .
دوی د حامد کرزيد غلو برخلاف غلا ؛ ادارياو اخلاقيفساد په ډله ایزه توګه کوي. یو بل په بشپړه توګه حمایه کوي او د اخلاقي فساد د ترلاسه شویو اسنادو داسيښکاري چې ځیني نجونې هم له یوبل سره شریکوي . مطلب دا چې ددوی هر کار ګډ او له نورو بیل دی .
د اشرف غني د غلو یو بل تاوان دادی چې کورنۍ په بهر کې ساتي ؛ او د (ګلفرینډي) کلتور ته په افغانستان کې وده ورکوي ؛ دوی سر مایه ګوزاريهم په افغانستان کې نه کوي او پیسې بهر ته اوباسي .
د اشرف غني غله د پیسو د ایستلو لپاره هم ځانګړي ډاکومنټیشن کوي (زه به یې بیا بیلګي هم خپرې کړم) . د بېلګي په توګه خپلي کمپنۍ یې جوړي کړې دي او حکومتيقرار دادونه خپلو کمپنیو ته ورکوي. دوی په افغانیو اخیستل شوي د یوه قرار داد کاپي په ډالرو جوړوي او بهر ته د پیسو ایستلو په صورت کې هغه د ډالرو کاپي ښيي چې ګواکې دا قرار داد په ډالرو اخیستل شوی دی ؛ حکومتي قرار داد دی او د خپلي خوښي هیواد ته پیسې انتقالوي .
د اشرف غنيد غلو بل کار دادی چې په کابل کې په تورو پیسو کورونه اخلي او بېرته یې پلوري او په دې شکل توري پیسې سپینوي . کله چې کور و پلورل شي دوی په نغدو تورو پیسو اخیستی کور بیرته د بانک په وسیله وپلوري او هغه نغدي پیسې چې دوی تر لاسه کړې دي بېرته بانک کې سپیني شي . که څه هم دوی د کور په خرید او فروش کې تاوان کوي ، خو د تورو پیسو په سپیناويکې ګټه کوي .
د دې پیسو د سپینو ولو لپاره د افغانستان د بیلا بیلو ادارو هغه مامورین کارول کېږي چې ظاهرآ لوړ ډالري معاشونه لري خو پر ټیټو دولتي پوسټونو باندي کار کوي . دلته دافغانستان د ملي راډیو تلویزون د ډېرو کارکونو نومنه یادېږي چې په دې سلسله کې د پیسو په سپینولو کې په شعوري او لاشعوري توګه ښکیل دي .
دا چې لیکنه رانه ډېره اوږده نشيپه لنډو کې به ووایم ! مطلب داچې د اشرف غنيغله (ټامیان) ډاکومنټډ غلا کوي . داسيغلا چې د ملت مال په اسنادو او شواهدو وړي او ملت رڼې سترګي ورته ګوري .
که څه هم بده حکومتولي ؛ له نړۍ والي ټولنې سره دافغانستان اړیکيخرابېدل؛ د امریکا متحده ایالاتو له لوري پر افغانستان د مرستو کمول ؛ په جګړه کې د افغان ځواکونو پراخ تلفات او د ملکيوګړو مرګ ژوبله او په کور دننه د اخلاقي فساد لوړ والی ددې سبب شوی دی چې د اشرف غنيحکومت ته اوس ولس زړه نه ښه کوي ؛ خو که چېرته ددغه حکومت ځینيغړي چې د ولسمشري خوب ویني لکه: « حمد الله محب ؛ اسدالله خالد او حنیف اتمر» هڅه وکړي او د غني د غلو (ټامیانو) په تړاو غنيخبر کړي او دا کسان د غنيپه مټ څارنوالي ته ور وپېژني ، امکان شته چې د ولس یوه برخه بېرته د حکوت لورته ور مات شي ؛ او که دا کړنه ونه شي نو د قوي او با وقاره اپوزېشن د نه شتون په صورت کې به ددغه هیواد لویه برخه ځوانان له مجبورۍ د طالبانو پله لا نوره درنه کړي .
لیکواله : زرغونه فریال
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.