The news is by your side.

عدالت ته د ښځو لاس رسي ٥٠ سلنه کموالی موندلی

خبریال وېب پاڼه/ د کرونا ویروس له امله عدالت ته د ښځو لاسرسي ۵۰ سلنه کموالی موندلی.

د کورني تاوتریخوالي کچې پر لوړېدو اندېښنې!

د بشر حقونو کمېسیون وايي، یو شمېر ولایتونو کې د ګرځبندیز له پیلېدو راهیسې عدالت ته د ښځو لاسرسۍ ۵۰ سلنه کموالی موندلی.

دغه کمېسیون کې د مسؤولینو په وینا، احتمال لري د کورني تاوتریخوالي په کچه کې هم زیاتوالی راغلی وي، خو د بنسټونو د تړلې پاتې کېدو له امله، ښځې نه شي کولای خپل شکایتونه ثبت کړي.

د مدني حقونو یو شمېر فعالان او کابل میشتي هم د ګرځبندیز پرمهال د کورني تاوتریخوالي زیاتوالي ته اندېښمن دي.

پر کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د تګ راتګ محدودیت لګولو د ګټو په خوا کې د کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه هم اندېښنې راپارېدلي دي.

هغه تاوتریخوالی چې کېدای شي خلک ونه شي کړای د عدلیې او قضایي بنسټونو تړل کېدو له امله یې ثبت کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د مسؤولینو په خبره، په کابل او ځینو ولایتونو کې د تګ راتګ محدودیت د پیل راهیسې عدالت ته د ښځو لاس رسي لپاره د عدلیې او قضایي بنسټونو د تړل کېدو له امله پنځوس سلنه کموالی موندلی دی.

د دوی په خبره دغه کمېسیون د خلکو شکایتونو ثبتېدو ته د رسیدنې لپاره ژمن دی څو له دې وروسته، د شکایتونو د ثبت بهیر په آنلاین او یا هم لرې لارې څخه ترسره کړي.

خو د مدني ټولنو یو شمېر فعالان د تګ راتګ محدودیت پر مهال د کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي شتون څخه د اندېښنې په خوا کې، خلکو ته د لا زیات عامه پوهاوي پر ورکړې باندې ټینګار لري.

نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړۍ په ډېری هېوادونو کې د تګ راتګ محدودیت پر مهال کورنۍ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ارواپوهان د دغه تاوتریخوالي لومړنی لامل، تړلې چاپیریال کې پاتې کېدل، د سلیقو اختلاف او دویم لامل یې هم معشتیي وضعیت څخه اندېښنه، راتلونکې په اړه ویره، بې کاري او کرونا ویروس باندې د اخته کېدو ویره بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.