The news is by your side.

غزني: ٢ مېرمنې د امنیتي ځواکونو هوایي ډزو کې وژل شوي

خبریال وېب پاڼه/ د غزني ښار د آرزو سیمې اوسېدونکو، نن د دوو مېرمنو جسدونه د اعتراض په ډول د غزني د ولایت مقام مخې ته راوړي و.

دوی ادعا کوي، چې یادې وژل شوې مېرمنې د امنیتي ځواکونو په هوایي ډزو کې وژل شوي دي.

د اعتراض کوونکو پر وینا، له لسو ورځو راهیسې د دوی په سیمه کې جنګ روان دی، چې تر اوسه څو تنه د دې سیمې اوسېدونکي په جنکدګ کې وژل شوي او ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونه له دوو اوونیو را په دې خوا د غزني او پکتیکا ولایتونو د لویې لارې د دویم نمبر پوستې د بیا فعالولو په هڅه کې دي، چې طالبانو یې د دې کار مخنیوی کړی او له امله یې د دواړو لوریو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې دواړو لوریو ته په کې درانه تلفان هم اوښتي.

په دې حال کې اعتراض کوونکي د عاملینو د نیول کېدو غوښتونکي شول او زیاتوي، چې ژر تر ژره دې په دې سیمه کې جګړه پای ته ورسیږي.

د غزني د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده، د یادې پېښې له څېړنې خبر ورکوي.

په ورته مهال د روانې میاشتې له پیلېدو سره، تر اوسه د غزني په ښار او ولسوالیو کې د جګړو او چریکي بریدونو په ترڅ کې ٢١ کسان وژل شوي او څه باندې ٣٠ تنه زخمیان شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.