The news is by your side.

د اوربند پر ټینګښت د اروپایي ټولنې بیاځلي ټینګار

خبریال وېب پاڼه/ اروپايي ټولنې بیا ځلي افغانستان کې له ښکېلو خواوو د تاوتريځوالي د کموالي او اوربند اعلانولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبيا خبرداری ورکړی او ويلي يې دي چې که هر لوري اوربند ته غاره کېنښودله، په راتلونکي کې به د دې ټولنې همکاري له هغه لوري سره ټکنۍ شي.

ښاغلي کوبيا پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دې ټولنې په وار وار د جګړې له ښکېلو خواوو څخه د اوربند غوښتنه کړې وه، خو هېڅ لوري هم دا غوښتنه نه ده منلې.

افغان حکومت د اروپايي ټولنې د دې غوښتنې هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چې دا غوښتنه يې د انسان دوستۍ په خاطر منلې ده.

طالبانو دا غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې د دوی له لوري په وار وار د اوربند د غوښتنژ د ردېدلو لامل د افغان حکومت او امريکا له لوري د دوحي د هوکړه لیک نه عملي کېدل دي.

له دې سره بیا د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو د سولې بهیر کې پرمختګ او کرونا ویروس خپرېدا څخه د مخنیوي په موخه تر اوسه زر طالب زندانیانو له زندانونو خوشې کړي دي او اوس باید دغه ډله خپله هڅه ترسره کړي.

په ورته وخت کې بیا پاکستان د افغان سولې په موخه د امريکا او نړيوالي ټولنې د هڅو ملاتړ کړی او زیاتوي، چې اسلام اباد له دې پروسې سره په رښتوني ډول مرسته کوي.

دا خبرې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوېد باجوه له زلمي خليلزاد سره د خبرو پر مهال کړي دي او ويلي يې دي چې د افغان سولې له پروسې څخه د پاکستان ملاتړ د دې هيواد د رښتیني نيت ښکارندوی کوي.

زلمی خليلزاد دوحې کې له طالبانو سره تر لېدني وروسته هند ته ولاړ او له هند څخه وروسته اوس اسلام اباد تللی دی.

هندي چارواکو ويلي چې افغانستان کې د تاوتريخوالي د زياتېدلو لامل په پاکستان کې د ترهګرو خوندي پټنځايونه دي او له امريکا څخه يې غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې د سولې د تأمين په موخه لومړی دا پټنځايونه له منځه يوسي.

عينې وخت کې خليلزاد له هندي رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي چې نوې ډهلی کولای شي چې د ترورېزم په اړه خپلې اندېښني له طالبانو سره مخامخ شريکي کړي.

ټاکل شوې چې خليلزاد نن بېرته دوحې ته ولاړ شي او له طالبانو سره هند او پاکستان ته د خپل سفر په اړه معلومات شريک کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.