The news is by your side.

پاکستان کې د کرونا چټک خپرېدل او پر افغانستان یې اغېزې

خبریال وېب پاڼه/له چین او ایران وروسته د افغانستان دریم ګاونډی پاکستان د کرونا وبا تر سخت برید لاندې راغلی دی.

له ګاونډي چین او ایران وروسته پاکستان هم د کرونا تر سخت برید لاندې راغلی دی او د روغتیا پالانو په وینا افغانستان به هم ورڅخه اغېزمن شي.

کرونا ویروس له ګاونډي چین هېواد څخه په نړیواله وبا بدل شو. که څه هم افغانستان ته په لومړي خل د کرونا ویروس له ایران څخه هرات ولایت ته راغی او ورو ورو د هېواد نورو سیمو ته هم خپور شو خو کله چې پاکستان ته دغې وبا مخه کړه، افغانستان هم د دغې ناروغۍ له چټک لېږد او خطر سره مخ شو او په ډېره کمه موده کې د کرونا ګراف لوړ شو.

په پاکستان کې د کرونا ډېری مثبتې پېښې او د مړینې لویه برخه کوزه پښتونخوا ده چې تر دې مهاله یې په کې ۴۱۶ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي. په همدې خیبر پښتونخوا کې تر ۸ زرو زیاتې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي چې دا هم د افغانستان لپاره د خطر یو زنګ بلل کېږي.

تېره میاشت له پاکستان او کوزې پښتونخوا څخه زرګونه افغانان هېواد ته را ستانه شول چې له همغې ورځې را په دې خوا په ټول هېواد او بیا په ننګرهار او کندهار کې د کرونا مثبتې پېښې په تدریجي ډول زیاتې شوې. د ننګرهار ولایتي چارواکو هغه مهال په پاکستاني پولیسو تور پورې کړ چې له قصده یې په تورخم دروازه کې افغان کډوال او مسافر په یو دم را پرېښودل چې افغان روغتیا پالان و نه شي کولی دوی معاینه کړي.

پاکستان په سیمه کې د ترهګرۍ اصلي تمویلوونکی او ملاتړی هېواد بلل کېږي چې ډېری وخت افغانستان او هندوستان ته ترهګرې ډلې لېږي. په دې وروستیو کې له ایران سره پر پوله هم د پاکستان له لوري ترهګریز فعالیتونه زیات شوي دي.

کرونا وبا د پاکستان لوېدلی اقتصاد نور هم زیانمن کړی دی. تر دې مهاله په ټول پاکستان کې شاوخوا ۶۰ زره کسان په کرونا وبا اخته شوي دي چې تر ټولو ډېر (څه د پاسه ۲۴ زره) یې په سیند ایالت کې کې په دغې ناروغۍ اخته شوي دي خو د مړینې ګراف بیا په خیبر پښتونخوا کې لوړ ښودل شوی دی.

په پاکستان کې د کرونا وبا له امله تر دې مهاله تر ۱۹ زرو زیات کسان بېرته روغ شوي هم دي.

یو شمېر روغتیایي کارپوهان وایي چې افغانستان باید له پاکستان سره په ټولو لارو باندې د تګ راتګ لپاره جدي شرایط وضع کړي تر څو له دغه هېواد څخه د کرونا نوې حپې افغانستان ته را نه شي. په افغانستان کې که څه هم اوس مهال د کرونا وبا په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده خو یو شمېر ډاکتران په دې باور دي چې دلته کرونا کمزورې شوې ده او د پخوا په پرتله ډېره وژونکې ه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance