The news is by your side.

تېرو څلورو میاشتو کې ٣٢٥زره کډوال هېواد ته را ستانه شوي

خبریال وېب پاڼه/ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وروستۍ شمېرې ښیي چې په تېرو څلورو میاشتو کې ۳۲۵ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي له دې ډلې ۵۵ زره تنه یې له پاکستان هېواد نه را ستانه شوي او پاتې نور یې د افغانستان د هرات او نیمروز له لارې هېواد ته را اوښتي دي.

د افغان کډوالو راستنېدل په ګاونډي هېوادونو، په ځانګړي توګه ایران کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته سیلابي شوي دي.

که څه هم هېواد ته د کډوالو را ستنېدل د کرونا ویروس د خپرېدو وېره هم زیاته کړې ده، خو اوس د هرات ځایي چارواکي وایي دې ټکي ته یې جدي پام کړی دی.

د کډوالو وزارت وایي له ایرانه د کډوالو راتلل لا هم دوام لري او هره ورځ په منځنی ډول یو زرو پنځه سوه تنه افغانان خپل ټاټوبي ته خوځیږي.

که څه هم افغان حکومت څو ځلې هڅه کړې چې په ډیپلوماټیکو لارو د کډوالو د ډله اییز راتګ مخه ونیسي، خو دې کار کې پاتې راغلی.

په ورته مهال په ایران کې یو شمېر هغه کډوال چې د حکومت له لوري ورسره بد چلند کیږي او په تنګ ترې راغلي هېواد ته را اوړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د ایران پولیسو ایران ته اوښتې پنځوس کډوال شکنجه کړي وو او له شکنجې وروسته یې د ایران او افغانستان د سرحد په اوږدو کې پر هرېرود سیند لاهو کړي وو. چې ١٢ تنه ترې ژوندي راوتلي و او پاتې نور ټول شهیدان شوي وو.

د ایران دې کار په هېواد دننه توند غبرګونونه را وپارول او ټولو خلکو له حکومت له ایران د دې کار د پوښتنې کولو غوښتنه کوله، چې حکومت اړ شو د دې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی وټاکي.

که څه هم د ایران حکومت په لومړیو کې د دوی د پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغان کډوالو شکنجه او پر سیند لاهو کول رد کړل خو اوس یې ومنله چې پوله ساتو ځواکونو یې دا کار کړی.

بل لور د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر وایي، د دې قضیې له څېړلو یې موخه یوازې قضیه کې د ښکېلو کسانو معلومول نه دي بلکې عاملینو ته یې قانوني سزا ورکول دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance