ارزګانیان: حکومت د سولې تړون بشپړ عملي کړی طالبان دې هم عملي کړي
خبریال وېب پاڼه/ د ارزګان اوسېدونکي وايي، د افغان حکومت له خوا د طالبانو ټول شرطونه منل شوي، طالبانو ته نور په کار ده چې له افغان حکومت سره روغه جوړه وکړي.
خلک وايي له جګړي څخه سخت په تنګ شوي او په افغانستان کې يوي دايمي سولې ته اړتيا ده.
ارزګان کې خلک او د نظر خاوندان ادعا کوي چې د حکومت له لوري د وسله والو طالبانو ټول هغه شرطونه منل شوي دي چې دوی د افغان حکومت ته درلودل.
د ارزګان خلک وايي چې افغان حکومت دا مهال يو ټول ګډونه حکومت جوړ کړی او ټولو سياسي ډلو ته يې په کې برخه ورکړې ده نو ځکه وسله والو طالبانو ته نور په کار ده چې نوره جګړه بس کړي او بین الافغاني خبرې پیل کړي.
دوی وايي چې د افغان حکومت له هغو اقداماتو څخه هرکلی کوي چې د سولې په برخه کې يې ترسره کړي دي لکه د طالب بنديانو خوشې کول، د اوربند او اورکم رامنځته کول، نو وسله والو طالبانو ته هم په کار ده چې نوره جګړه بس کړي او مخامخ د افغان حکومت سره د سولې د خبرو لړۍ پیل کړي.
په ارزګان کې د نظر خاوندان وايي چې په هېواد کې د روانې جګړې څخه نور سخت ستړي شوي دي او د جګړې ښکېلې خواوې دې نوره جګړه پرېږدي.
د ارزګان اوسېدونکي وايي په هېواد کې هره ورځ ورور وژنه ورته نوره د زغم وړ نه ده او جګړه باید ودرول شي.
دوی وايي که په افغانستان کې د سولې په برخه کې رامنځته شوی چانس ناکام شي مسؤوليت به يې د وسله والو طالبانو پر غاړه وي او په افغانستان کې به د افغانانو د وژلو پړه به د دوی په غاړه وي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکي د ارزګان ولایت د حج او اوقافو ریيس مولوي حمد الله ابدالي هم په يوي غونډه کې پر وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ او زياته يې کړه که وسله وال طالبان سوله ونه کړي د روانې جګړي مسؤوليت به د دوی په غاړه وي.
په ورته مهال د افغان حکومت چارواکو هم تېژه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې د افغان سولې په اړه په وروستیو پرمختګونو غږېدلي.
دوی په دغه کنفرانس کې د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل یادونه هم کړې، امریکايي چارواکو ویلي چې افغان حکومت او طالبان دې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ چټکه کړي تر څو د شرط سره سم د دواړو خواوو پوره بندیان ازاد شي او د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته مخه خلاصه شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.