The news is by your side.

د ځدارڼو قوم وایي که حقوق یې ورنه کړي له حکومت سره به پریکون وکړي

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا د دریو ځدارڼ میشتو ولسوالیو اوسېدونکي نیوکه کوي چې سیمه اییز او مرکزي حکومت ورسره په تی
تېرو څو کلونو کې توپیر چلند کړی او دوی یې له پامه غورځولي دي.

دوی چې په مرکز ګردېز کې په لسګونه کسان د اعتراض په توګه راټول شوي و ګواښ وکړ او پر حکومت یې غږ وکړ که حقوق یې ورنه کړي دوی به له حکومت سره پریکون وکړي.

د پکتیا د ځدراڼو د دریو شواک، ګردې څېړۍ او وزې ځدراڼ له ولسوالیو په لسګونه اوسېدونکي په مرکز ګردېز کې په یوه اعتراضیه غونډه کې راټول شوي او له حکومت څخه د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

دوی وايي، چې له تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو راهیسې حکومت د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له پامه غورځولي د پوهنې او بیا رغونې پر مختیایي برخو کې یې ورته کار نه دی کړی.

دوی د امنیت، بیارغونې او تعلیم په برخو کې د ستونزو یادونه کوي او زیاتوي چې څو ځله یې د پکتیا له ولایتي ادارې او مرکزي حکومت سره خپلې ستونزې شریکې کړي؛ خو د اړوندو ادارو له لوري یې د مثبت ځواب تر څنګ د لازم اقدام څرک نه دی ليدلی.

یادو دریو ولسوالیو ته کار نه دی شوی او زیاتوي چې د ځدراڼ مېشتو اوسېدونکو د ستونزو د حل په مورد به د پکتیا له ولایتي ادارې او ولسمشر سره د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې کړي، څو یادو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ځدراڼو اوسېدونکي له حکومت ګیله کوي چې له پامه یې غورځولي بلکې څو ځله یې پخوا هم له چارواکو سره خپلې ستونزې شریکې کړې خو د حل څرک یې نه لیدل کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance