The news is by your side.

تر سترګو لاندې توره حلقه د کومو ستونزو ښکارندویي کوي؟

خبریال وېب پاڼه/د سترګو لاندې تورې حلقې له ناروغۍ پرته لومړی د مخ ښکلا له منځه وړي، که مو سترګې هر څومره جذابې او ښکلې وي خو دغه تورې حلقې را منځته کېدل یې ښکلا هم له منځه وړي او برعکس انسان ناروغ، کمزوری او بې سېکه ښکاري.

ډېری روغتیا پالان وایي چې کم خوبي د سترګو لاندې د تورو حلقو رامنځته کیدو لامل دی، خو یوازې خوب نه بلکې نور ډیر لاملونه هم شته دي چې له کبله یې د سترګو شاوخوا تورې حلقې رامنځته کېږي. دا چې هغه لاملونه څه دي، دلته به یې په ۸ کټګوریو کې در وپېژنو:

  • د لمر وړانګې:

د سترګو شاوخوا پوستکی ډېر نازک او خورا حساس دی. کله چې د لمر وړانګې پرې ولګېږي، ورڅخه اغېزمن کېږي. که چېرې تاسې د سترګو شاوخوا تور والی لرئ، د لمر وړانګو د مخنیوي په موخه د ترګو محافظتي عینکې وکاروي تر څو سترګې او د سترګو شاوخوا مو روغه پاتې شي.

  • د کالفین او مالګې زیات کارول:

که ل خوب وړاندې ډېره مالګه وخورئ، و ب وینئ چې د سترګو شاوخوا مو پړسوب کوئ او ځینې داسې خواړه هم شته چې په لویه کچه ودیم او کافیین لري. دا خواړه ستاسې بدن د اوبو له ککمښت سره مخ کوي، چې بیا په تدریجي توګه د سترګو لاندې توره حلقه ډېروي.

  • د سینګار وسایل:

د سینګار با مېک اپ وسایل او ډول ډول کرېمونه کارول هم د ترګو لاندې تورې حلقې زیاتوي او د وخت په تېرېدو یې پوست خرابوي. هېره دې نه وي چې د مخ سپینوالي عادي کریمونه پوست ته زیان رسوي او د سترګو لاندې تورې حلقې را منځته کوي.

د طبیعي روغتیا د سرچینو متخصصې «ریبیکا لي» ویلي چې سینګار د مخ نیمګړتیاو بشپړولو لپاره وهل کیږي خو که چیرې ستاسې د سینګار څيزونو برانډ یا نښه ناسمه وي او د پوستکي لپاره مناسب نه وي، نو دا ممکن د خارښ او حساسیت لامل شي.

  • د سترګو موښل

پام مو وي، که چې یې ستاسې سترګې خارښ کوي او تاسې یې موښئ، دا حالت هم د سترګو چاپېر توره حلقه جوړوي. له مخکې مو هم یادونه وکړه چې سترګې ډېرې نازکې دي او ور چاپېره پوستکی هم ډېر باریک دی. کله مو چې سترګې خارښ کوي، د تور چای کڅوړه مو په سترګو کېږدئ او یا له زغم څخه کار واخلئ خو له ګرولو او موښلو یې ډډه وکړئ.

  • وراثتي یا جینتیک:

ځینې وخت د سترګو د تورو حلقو توروالی وراثتي او جنیتیکي اړخ هم لري، چې دا له عامو لاملونو څخه بللی شو.

  • کمپیوټر ته اوږد مهال ناسته:

کرۍ ورځ کمپیوټر ته ناستی هم د سترګو شاوخوا د وینې رګونو د بند کېدو لامل کېږي. له همدې امله د سترګې شاوخوا د وینې تګ راتګ اغېزمنېږي. روغتیا پالان وایي چې کمپیوټر د ناستي پر مهال د ۲۰/۲۰ قاعده مراعات کړئ. په دې مانا چې له هرو شلو دقیقو وروسته له کمپیوټر بلې خوا ته د ۲۰ ثانیو لپاره وګورئ. که په همدې موده کې شل قدم یوه او بله خوا وګرځئ، ډېر ګټور دي.

  • د مایعاتو کموالی:

د مایعاتو کموالی هم د ترګو لاندې تورې حلقې جوړوي. ډاکتران وایي ډېر داسې عوامل شته چې د انسان د بدن مایعات کموي ځکه د هورمون یا دورې (حیض) یا د عمر له ډېروالي سره بدلون کوي. دغه راز په خوړو کې د زیاتې مالګې کارول او ځینې درمل او د اقلیم بدلون هم د مایعاتو د کمېدو لامل کېږي.

  • حساسیت:

حساسیت یا الرجي چې د بدن د خوشکوالي او توند کېدو معنا هم لري، د سترګو چاپېر د تورو حلقو نښانې زیاتوي. ډېری کسان د همدې حساسیت له امله له ورته برخلیک سره مخ کېږي.

حل لارې:

د سترګو او د هغې چاپېر د ښه ساتلو لپاره اړینه ده چې د بدن ویټامین سيی مو زیات کړئ. بادرنګ هم د دې لپاره ډېر ګټور دي. هېر مو نه شي چې د بادرنګ پوست هم د سترګو د پاسه اېښودل سترګو ته بې کچې ګټې لري.

له ویټامین سي سربېره د ویټامین اې لرونکو خوړو څخه استفاده هم ستاسې د سترګو او د ور چاپېره حلقو د ښه ساتلو لپآره ګټور دي. وچه مېوه (بادام، چارمغز او ځینې نور) د دغې ویټامین اصلي سرچینې بلل کېږي. شنه سزي جات خوړل هم مه هېروئ. دا به مو هم د بدن د وینې جریان ښه کړي او هم به نورې جانبي ګټې ولري.

هېر مو نه شي چې د سترګو چاپېر تورې حلقې جوړېدل او د پوستکي خرابوالی، یا هم تور ټکي پیدا کېدل ستاسې د وینې د جریان د ناسم والي ښکارندوني کوي. هڅه وکړئ اړوند ډاکتر ته مراجعه وکړئ او د وینې معاینات مو وکړئ تر څو پوه شئ چې د وینې جریانات مو سم دي او که نه.

 

ژباړه: مطیع الله همدرد

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance