کور پاڼه / راپورونه / يو ځل بيا پاکستاني عسکرو پر افغان ځواکونو بريد کړى، نښته روانه ده

يو ځل بيا پاکستاني عسکرو پر افغان ځواکونو بريد کړى، نښته روانه ده

د افغان امنيتي ځواکونو او پاکستاني عسکرو ترمنځ يو ځل بيا د ډېورنډ پر کرغېړنه کرښه نښته پيل شوې ده.

خبريال ته سرچينې ويلي دي، چې د پکتيا ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پاکستاني عسکرو پر افغان امنيتي ځواکونو بريد کړى دى، چې پاکستاني عسکر د افغان امنيتي ځواکونو له ځوابي ډزو سره مخ شوي دي.

د پکتيا چارواکي وايي، چې اوس مهال د دواړو لوريو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

سرچينې وايي، چې افغان ځواکونو په انزيرکي کنډو سيمه کې د وسله والو طالبانو د اکمالاتي لارې د بندولو په موخه چاڼيز عمليات کول، چې پاکستاني عسکرو ورباندې بريد کړى دى.

د تلفاتو په اړه تراوسه پورې راپور نشته، خو چارواکي وايي چې ډېر زر به کومکي ځواکونه سيمې ته ولېږي.

همدا راز تېره ورځ هم د خوست په ځاځيو کې پاکستاني ملېشه وو پر افغان ځواکونو بريد کړى و، چې د افغان ځواکونو په ځوابي بريد کې ٦ پاکستاني ملېشه هلاک شوي و، چې د ځينو جسدونه يې هم له افغان ځواکونو سره پاتې و او همدا راز دوه پاکستاني ملېشه افغان ځواکونو ژوندي نيولي و.

د ځاځيو په نښته کې يو افغان سرتېرى هم په شهادت رسېدلى و.

خبريال په ګوګل پلى سټور کې

اوس د خبريال ايپ په خپلو انډرويډ موبايلونو کې هم ښکته کړئ او د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه چټک ترلاسه کړئ.
Loading...

بیا وګوره

ملي دفاع وزارت د ۳۱ وسله والو د وژلو خبر ورکوي

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي د هیواد په بیلابیلو سیموکې د ۳۱ تنو وسله …

ډنډپټان :د پاکستاني پوځ په پوستو کې افغان پوله ساتي مېشت شول

د پكتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو او ټوپ سر سيمو کې د …