The news is by your side.

ځانګړې قطعه په ډیورڼد فرضي کرښه کې عملیات پیلوي

خبریال وېب پاڼه/هندي ټوډې ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې افغان او امریکایي پوځیان په شمالي وزیریستان کې طالب ضد عملیات پیلوي.

د انډیا ټوډې د راپور له مخې د امریکایي پوځ یوه ۸۰۰ کسیزه ډله به د افغان امنیتي ځانګړې قطعې په ملتیا چې شمېر به یې ۲۹۰۰ کسانو ته رسېږي، په شمالي وزیریستان کې د حقاني او نورو ترهګرو ځالې په نښه کوي او عملیات به ورباندې کوي.

د ورځپاڼې په حواله ویل کېږي یوه لوړ پوړي امریکایي استخباراتي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان له استباراتو سره په دې طرحه کار کوي چې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي او د فرضي کرښې دواړه غاړې له ترهګریزو فعالیتونو پاکې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه کم دوو لسیزو افغان حکومت په پاکستان تور پورې کوي چې دوی د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ترهګریزې ډلې روزي او بیا یې افغانستان او په سیمه کې ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي. د وسله والو طالبانو، لکشر طیبه او ګڼو نورو ترهګرو ډلو روزنه په همدې سیمو او خیبر پښتونخوا کې کېږي.

ټاکل شوې ده د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم په یادو شویو سیمو کې د حقاني شبکې پر وړاندې عملیات پیل شي او دغه ترګریزه ډله له منځه یوسي.

اوس مهال افغان حکومت او وسله وال طالبان چې د پاکستان له ملاتړ څه برخمن دي، د بین الافغاني مذارکراتو لپاره په چمتووالي لګیا دي او تمه ده د همدې روانې جون میاشتې په لړ کې بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شي. تر دې د مخه امریکا له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او له دغې وسله والې ډلې یې یې خپلمنځي اوربند وکړ.

د انډیا ټوډې ورځې پاڼې د راپور له مخې د دغې قطعې د جوړېدو لپاره لومړۍ طرحه منل شوې ده او اوس یې په تشکیلاتو او بودیجې باندې کار روان دی. ویل کېږي دا قطعه به ۲۰ اپاچي، ۱۰ کشفي، او ۵ جېټ الوتکې ولري او له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به دېره شي.

د جېټ الوتکو لپاره به خپله بګرامي هوایي ډګر او د اپاچي او کشفي الوتکو لپاره به د مهمندو دره، خوست او ځینې نورو ولایتونو کې واړه میدانونه چې د سیمې په کچه به پرمختللي وي، جوړ شي.

که څه هم ویل کېږي ټرمپ له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی، خو د امریکا څارګره اداره وایي تر څو چې په پاکستان کې ترهګري ختمه نه شي، په افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی. یو شمېر شنونکي د دامریکا دې کار ته هم د شک په سترګه ګوري او د سولې د سبوتاژ هڅه یې بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.