The news is by your side.

کابل ته د باجوه راتګ او سولې ته د طالبانو چمتووالی

خبریال وېب پاڼه/نن کابل ته په یو ناڅاپي سفر د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه راغی او له ولسمشر او د مصالحې عالي شورا له مشر سره یې وکتل.

د پاکستان د پوځ مشر نن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر سربېره یې د مصالحې عالي شورا له مشر سره هم وکتل او د سولې د راتلونکي پړاو په هکله یې ورسره خبرې کړې دي. په ورته وخت کې ډیلي مېل ورځپاڼې ته د وسله والو طالبانو مشرانو ویلي چې دوی بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.

کابل ته د پاکستان دپوځ مشر داسې مهال سفر کوي چې وړمه ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ عمومي قومندان سکاټ مېلر هم پاکستان ته سفر کړی ؤ او له باجوه سربېره یې د پاکستان له یو شمېر نورو مشرانو سره هم کتلي وو.

دا چې باجوه کابل ته له کوم پیغام سره راغلی ؤ او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره څه خبرې راوړې وې، جزیات یې له رسنیو سره شریک شوي نه دي خو په ورته وخت کې بریتانوۍ ورځپاڼې ډیلي مېل ته د طالبانو ځینو مشرانو منلې ده چې دوی بین الافغاني مذاکراتو ته په چمتووالي لګیا دي.

ډیلي مېل ورځپاڼه د طالب مشرانو له خولې لیکي چې ټاکل شوې ده د همدې روانې جون میاشتې په لړ کې له حکومت سره د دوی مخامخ خبرې پیل شي. تر دې وړاندې وسله والو طالبانو ټینګار کاوه چې باید د دوی ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شي، وروسته به له حکومت او نورو افغان سیاسیونو سره مخامخ خبرو ته کېني.

په ورته وخت کې امنیت شورا هم په خپل وروستي بیان کې بین الافغاني مذاکراتو ته د بشپړ چمتووالي خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې وسله وال طالبان هم باید دخبرو لپاره چمتووالی ونیسي.

شاوخوا دری میاشتې وړاندې امریکا له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې په افغانستان کې د دواړو لوریو تر منځ بشپړ اوربند وشو او له هغې ورځې په امریکایي بنسټونو او اتباعو باندې بریدونه صفر شوي دي. په دې موده کې کومې بلې وسله والې او ترهګرې ډلې هم په امریکایي لوري باندې کوم برید کړی نه دی.

یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې په افغانستان کې ټول بریدونه د وسله والو طالبانو لخوا کېږي او یوازې د پېښو په څرنګوالي او سخت والي کې نوم بدلوي او داعش ته یې منسوبوي.

تر اوسه د طالبانو لخوا په رسمي توګه د بین الافغاني مداکراتو لپاره د چمتووالي په هکله څه نه دي ویل شوي خو ډیلي مېل ورځپاڼه کاږي چې په قطر کې د دغې وسله والې ډلې استازو د کوټې شورا او خپله له ملا هیبت الله سره خبرې کړې دي او هغه ورته د هو ځواب ورکړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.