The news is by your side.

د سویلي آسیا هېوادونه اقتصادي ستونزو سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان پر اقتصاد د کرونا ویروس اغېز!

کرونا د افغانستان په ګډون سویلي آسیا هېوادونو اقتصاد له ستونزو سره مخ کړی دی.

کرونا ویروس د سویلي آسیا هېوادونو له لوري د اغېز نه درلودونکو لاملونو له امله دا هېوادونه له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

نړیوال بانک د افغانستان په ګډون د سویلي آسیا هېوادونو اقتصاد د کرونا ویروس یا کووېډ١٩ اغېزمنتیا تر څېړنې لاندې نیولې ده.

په راپور کې راغلي دي چې د کووېډ١٩ ناروغۍ اوس مهال د افغانستان په ګډون د سویلي آسیا هېوادونو کې د زیاتوالي په حال کې ده.

راپور کې همدارنګه راغلي دي چې د افغانستان اقتصادي پياوړتیا د دوه زره او شلم کال کې پنځه اشاریه پنځه سلنه کموالی موندلی دی او وړاندوینه شوې ده چې پر خصوصي سکتور یې ډېر اغېز کړی دی.

کرونا ویروس یا کووېډ١٩ ناروغۍ د نړۍ هېوادونه له اقتصادي پلوه ډېر وځپل.

نړیوال بانک د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم ویلي وو، چې دا ویروس به د سویلي آسیا هېوادونو اقتصاد ته ډېر ټکان ورکړي چې په هېوادونو کې د افغانستان نه هم یادونه شوې وه.

اوس مهال په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو لومړۍ څپې دي چې د مثبتو پېښو شمېر یې ورځ تر بلې لوړیږي او د مړینې کچه یې هم لوړه شوې او تر ډېره ترې د لوړ عمر لرونکي کسان مري.

له کرونا سره جوخت په افغانستان کې د کارو بار ځایونه تړل شوي او د کرونا یا کووېډ١٩ ناروغۍ نه د خوندیتوب په موخه محدودیتونه لګېدلي، چې ورسره د خوراکي او لومړنیو توکو بیې هم لوړې شوي دي، بې وزله او ناچاره کورنۍ له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او ډېری یې د سبا بېګا لپاره هم د خوړلو څه نه لري.

په افغانستان کې د کرونا نه د خوندیتوب او مخنیوي په موخه ښوونیزې او تحصیلې ادارې درې میاشتې نورې هم رخصت شوي او قرنطین څه نا څه نرم شوی خو لا هم خلک عادي کاروبارونو ته نه دي راګرځېدلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.