غني – هیواد کې لوچکان او جاسوسان په لوړو دندو ګومارل کېږي
خبریال وېبپاڼه – د محمد اشرف غني ورور پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د حکومت په لوړپوړو څوکیو کې لوچکان د سفارتونو په غوښتنه پر لوړو دندو ګمارل کېږي .
حشمت غني وايي چې د بل په غوښتنه له عادي خلکو لوی لوی جنرالان جوړېږي .
نوموړي دا خبري په داسي وخت کې کړې دي چې اشرف غني د حکومت وېش د یوه « سهامي شرکت» په توګه وکړ او د هیواد د ولسمشري چارې یې په بشپړه توګه له عبدالله عبدالله سره ووېشلې .
غني وايي چې تر لچکو لوچک خلک پر لوړو دندو ګمارل کېږي چې اخلاق یې هم د زغم وړ نه دي.
هغه خپله خبره د افغانستان له اقتصاد سره تړلې ده او ټینګار یې دادی چې تر څو ددغه هیواد اقتصادي ودې ته کار ونه شيتر هغو به افغانستان هم داسي د پردیو په لاس او ولکه کې وي .
د اشرف غني ورورحشمت غني وايي چې دافغانستان حکومت د ځینو سفارتونو په اشاره چلیږي .
هغه د ډاکتر نجیب الله پر واکمني هم غږېدلی دی .
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.