The news is by your side.

په هېواد کې مړینې زیاتې شوې، خلک کرونا پټوي

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو څو اونیو کې د هېواد په کچه د مړینې او فاتحو خبرونه په بې سارې توګه زیات شوي خو ډېر کم خلک تائیدوي چې د کورنۍ غړي یې کرونا وژلي دي.

په وروستیو څو اونیو کې د ټول هېواد او هر ټبر په کچه د مړینو او فاتحو اعلانونه زیات شوي دي، خو هېڅوک او یا ډېر کم خلک مني چې د کورنۍ غړي یې د کرونا وبا له امله مړه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې هر دریم او څلورم پوسټ د جنازو او فاتحه خوانیو وي. ډېر کم داسې کسان شته چې دوی په رسمي توګه منلې وي چې د کورنۍ غړي یې د کرونا وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغانستان یوه سنتي ټولنه ده، ډېری وګړي یې لا هم د کرونا وبا په راتګ باور نه لري. دوی داسې انګېري چې ګواکې دا د کفارو دسیسه ده او مسلمانان نه نیسي. د ښار له منځنیو سیمو پرته د کابل په ټولو څلورو خواوو او دروازو شاوخوا استوګن خلک د عامې روغتیا لخوا اعلان شوې لارښوونې نه عملي کوي او ډېری خو یې لا خبر هم نه دي.

په دوی کې یوه لویه برخه هغه کسان دي چې تلویزیون، راډیو او انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، یوازې د خلکو له خولې اوري چې د دوی ورباندې باور هم نه راځي او هسې یوه د چوک آوازه یې بولي.

تر دې دمه په ټول هېواد کې په رسمي ډول تر ۲۱ زرو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۳۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی خو تېره اونۍ د کابل والي وویل چې د دوی د شمېرو له مخې په کابل کې شاوخوا یو ملیون وګړي په کرونا وبا اخته شوي دي. نوموړي وویل چې خلک کرنتین او ګرځبندیز نه مراعاتوي او سهمدا لامل دی چې د کرونا مثبتې پېښې او مړینې مخ په ډېرېدو دي.

څو ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت هم په ټول هېواد کې روغتیایي بحران خبر ورکړ، دوی وویل چې د روغتیایي توکو او بیستر خونو د کمښت له امله تازه ناروغانو ته ځای او د تشخیص الې نه لري.

په هېواد کې د وروستیو زیاتو مړینو له امله چې یو شمېر مشهور سیاسیون او قومي مخور هم په کې شامل وو، دولت او د عامې روغتیا وزارت یې په هکله تر دې دمه څه نه دي ویلي خو د عمر خوړلو په زیاته پیمانه مړینه چې په تېر کې یې داسې مخینه ډېره کمه وه، هېښوونکې ده.

نن د بلح د پخواني والي مور هم مړه شوې ده. ځینې سرچینې وایي چې نوموړې هم کرونا ویروس باندې اخته وه خو خپله د عطا محمد نور کورنۍ وایي چې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.