The news is by your side.

د ځلاځاځۍ ګمارنه د ایران د ظلم داستان او پر حکوت فشار ختموي‌

خبریال وېب پاڼهد افغانستان د ملي امنیت یوه لوړرتبه چارواکي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د خوست ولایت لپاره د جنايي جرمونو سره د مبارزې د پولیسو د مشرې موضوع ته په دې خاطر زیاته هوا ورکول شوې چې په ایران کې دافغان کډوالو سره د ظلم د داستان موضوع ختمه کړي .

ملي‌امنیت وايي چې د ایران په تړاو په افغانانو کې را پورته شوې غصه باید حکومت ختمه کړې وای .

په مليامنیت کې د خبریال ډاټ کام سرچینه وايي چې دغې ادارې ؛ امنیت شورا؛ ارګ او سپیدار پر خپلو فیس بوکې ټیمونو غږ کړی چې د ځلاځاځۍ خبره په خواله رسنیو کې غټه کړي .

د ملي‌امنیت سرچینه زیاتوي : «‌کله چې د هیواد په خواله رسنیو او ښارونو کې له افغانانو سره د شوي ناواسلوک په تړاو د ایران خلاف غږ را اوچت شو ؛ نو هم مهاله د همدغه غږ د چوپکولو په موخه د خوست ولایت لپاره د پولیس د یوې افسرې د ټاکلو موضوع پر خواله رسنیو را وټومبل شوه .

اصلآ د ځلا ځاځۍ ټاکنه د جنسیت یا وړتیا له مخې د بحث وړ ځکه نه ده چې تر ځلا وړاندې هم په دې هیواد کې ښځو‌پر لویو امنیتي څوکیو کار کړی دی او اوس یې هم کوي‌.

همداراز که څوک د ځلا پر وړتیا باندې نیوکه لري نو دې وطن کې خو د نالوستو پولیس افسرانو کمی نشته . ځلا خو لوستې ؛ په خبره پوهه مېرمن ده .

بله خبره داده چې ځلا ته کوم داسي‌ لویه څوکۍ ورکول شوې چې پر هغې دې غوغا رامنځ ته شي ؟»

د ښځو سره داډول حساسیت له یوه اړخه په نړۍ واله کچه د افغانستان انځور ته سخت زیان اړوي او له بله اړخه په داسي‌ مهمو وخت کې چې د ایران خلاف غږ هم مېرمنو را پورته کړی هغه آواز ته د چوپتیا یوه پیلامه ده .

خبریالان وايي چې  د ۳۳ نورو ولایتونو کې خبر یاست چې د جنايي جرمونو مدیران مو څوک دي‌؟‌

څومره جنايي پېښي په ولایتونو او کابل کې کېږي‌ او د څومره مخنیوی شونی دی ؟

ایا په (۳۴) ولایتونو کې یوه ښځینه مدیره نشو زغملای ؟
مسئله د ځلا ځاځۍ د ټاکنې نه ده بلکه ستونزه د ایرانيجاسوسانو ده چې دې موضوع ته هوا ورکوي‌او د ایران جنایت پټوي .

باید هغه کړۍ رسوا شي چې په ادارو کې دننه موجودې دي او دایران د ګټو لپاره کار کوي .

د ځلا ځاځۍ موضوع ددې دپاره په خواله رسنیو کې را څرخي چې پر حکومت د ایران په تړاو د فشار مخه ډب شي .

خلک وايي زموږ د حکومت په لوړو څوکیو کې له بده مرغه ایران پلوي او پاکستان پلوي ناست دي او هغوی داسي‌لوبې کوي .

د ځلا ځاځۍ تر ټاکنه د ایرانیانو له لوري‌له افغانانو سره شوی ظلم زیات مهم دی باید پاملرنه ورته وشي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.