The news is by your side.

افغانستان دې د تاجکستان له غوره لیګ تاریخي ګټه وکړي

خبریال وېب پاڼه/د کرېکټ مبصر او تکړه ژورنالېست جعفر هاند وایي چې افغانستان باید په تاجکستان کې د دغه هېواد لخوا له ترسره کېدونکي غوره لیګ څخه تاریخي ګټه پورته کړي.

تکړه ژورنالېست او د کرېکت مبصر جعفر هاند وایي چې افغان کرېکټ بورډ باید د تاجکستان له غوره لیګ څخه تاریخي او ستراتیژیکه ګټه پورته کړي تر څو په راتلونکي کې سره له دې چې افغانستان ته مادي ګټې ولري، په معنوي لحاظ هم ورسره پورته شي.

نوموړي د تاجکستان د هغې پرېکړې په هکله په خپله فېسبوک پاڼه اوږده لیکنه خپره کړې ده چې تاجکستان له افغان کرېکټ بورډ څخه په دغه هېواد کې د لومړني ترسره کېدونکي غوره لیګ لپاره مرسته غوښتې ده.

ښاغلي هاند په څو ګټګوریو کې د دغې لیګ په ترسره کولو کې د افغان کرېکټ بورډ مرستو ته خوشبیني ښودلې ده او لیکلي یې دي چې:

-افغانستان دا مهال په سیمه کې د کرکټ نړیوال ستوري او غښتلی ټیم لري. افغان حکومت او په خاص ډول افغان کرکټ بورډ باید په ټولو برخو کې له تاجکستان سره مرسته وکړي چې دا لیګ یې وشي او کامیاب شي؛

۲-کرکټ بورډ باید لسګونه لوبغاړو او په خاص ډول ځوانو لوبغاړو، امپایرانو او ریفریانو (لوبڅارانو) ته اجازه ورکړي‌ چې په دغه لیګ کې برخه واخلي؛

۳-زموږ لوبغاړي (په ځانګړي ډول ځوان لوبغاړي) او لوبڅاران به تجربې او څه ناڅه پېسې ترلاسه کړي ‌او په نړیواله کچه به د افغانستان او د افغان کرکټ تصویر لا ښه شي چې په سیمه کې د کرکت په غوړېدو کې مرسته کوي؛

۴- که افغانستان دا کار ونکړي، پاکستان، هند، سریلانکا، بنګله دېش او ان امارات هم دا کار کولی شي. خو افغان کرکټ بورډ باید د کرکټ په ودې او له ګاونډیانو سره په مرستې کې ناغیړي ونکړي او پرېنږدي چې زموږ تر زنې لاندې دا پروت کریډټ پاکستان او یا کوم بل هېواد واخلي؛

۵-که له دغه لیګ وروسته په تاجکستان کې کرکټ هرڅومره غوړیږي، د افغانستان نوم به هم ورسره ځلیږي او ښه کیږي؛

۶- افغانستان باید ثابت کړي چې لږ تر لږه په کرکټ کې له ګاونډیانو سره د مرستو ظرفیت لري. پاکستان تر نن پورې د افغان کرکټ د هر پرمختګ کریډټ اخلي؛

۷-پوهېږو چې د تاجګستان لیګ د کرکټ نړیوالې شورا سره رسمیات نلري، خو د افغانستان مرسته به وکولی شي دا لیګ رسمي شي؛

۸- ضرور نه ده چې د افغانستان سوپر سټارز لوبغاړي دغه لیګ ته واستوي، د ۱۹ کلنو، کلبونو او زونونو لوبغاړي دې ور واستوي، هغوی به تجربې او پېسې ترلاسه کړي او افغانستان به ښه نوم وګټي؛

۹-همدا دوې لسیزې مخکې افغانستان هم په کرکټ کې هېڅ رسمیات نلرل خو پاکستان افغان لوبغاړو ته په خپل کورني‌ کرکټ کې د لوبېدو چانس ورکړ او تر ننه یې کریډټ اخلي؛

۱۰- افغانستان له تاجګستان سره په دغه لیګ کې د مرستې له لارې په منځنۍ آسیا کې د افغانستان فرهنګي نفوذ ته لا ښه لار غوړولی او ورسره د افغانستان “جګړه ځپلی تصویر” لا ښه کولی شي؛

۱۱- له تاجکستان سره به زموږ د سپورت د دپلوماسۍ دروازه پرانیستل شي او ښايي په بدل کې یې تاجکستان له افغانستان سره په فوټبال او نورو برخو کې مرسته وکړي؛

۱۲- افغانستان په کرکټ کې بلا ښکلي خدايي استعدادونه لري چې ټول په ملي لوبډلې کې جذبېدای نشي،‌ خو دا لوبغاړي نړۍ ته تولید کېدای او معرفي کیدای شي. افغانستان باید نړۍ ته لوبغاړي تولید کړي؛

١٣-د سپورت له لارې له تاجکستان سره د افغانستان روابط نور هم ښه کېدای شي؛

١٤- او زه پوهېږم چې شاید ځینې افراد په بورډ کې د تاجګستان د کرکټ فدراسیون له جنرال سکرتر اسدالله خان سره شخصي ستونزې او د نظر اختلاف ولري، خو اوس باید د افغانستان د ملي ګټو لپاره دا اختلاف هېر او تاجګستان ته د مرستو لاس وغځوي.

افغانستان په وروسیتو څو کلونو کې د کرېکټ په ډګر کې په کم سارې توګه ښې لاسته راوړنې لرلې دي او همدا لامل دی چې اوس تاجکستان هم د مرستې لاس را اوږد کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance