The news is by your side.

د هېواد په کچه څو اقتصادي زونونه جوړیږي

خبریال وېب پاڼه/ د هېواد په بندرونو کې د ګمرکي زونونو جوړیدل!

د هېواد په بندرونو کې به اقتصادي زونونه جوړ شي، د مالیې وزارت وايي چې یوه امریکایي شرکت د دې زونونو طرحې لپاره ژمنه کړې ده او شونې ده چې سږ کال دا طرحه د بلح او د هېواد په اوه نورو زونونو کې تکمیل او وروسته یې د جوړېدو کار پيل شي.

د سوداګرۍ خونه ټینګار کوي چې په بندرونو کې د زونونو جوړېدل د هېواد اقتصاد پیاوړی کوي.

حکومت پرېکړه نیولې ده څو په اقتصادي زونونو او د ګمرکونو په زېربناوو کې پانګونه وکړي.

تر اوسه د دغه زونونو د جوړښت طرحه بشپړه شوې نه ده.

د ساساکي په نوم یو امریکایي شرکت د دغه زونونو جوړښت لپاره خپله لېوالتیا اعلان کړې او ویلي یې دي چې د دغه زونونو جوړښت لپاره به طرحه چمتو کړي.

د مالیې وزارت د دغه زونونو او ګمرکي زېربناوو څخه د جوړېدو موخه له پولې بهر د راکړې ورکړې معیاري کېدل بولي.

په دغه زونونو کې به د توکو زېرمو د موټرو تم ځایونو په ګډون ټولې سوداګریزې آسانتیاوې رامنځته شي.

په لومړي سر کې به د زونونو اقتصادي طرحه او د ګمرکونو زېربنا د بلخ په ولایت کې بشپړه شي.

هرکال په ځانګړې توګه د مېوو فصل پر مهال، ګاونډي هېوادونه خپلې پولې د هېواد د صادراتو پر مخ تړي او د سوداګریزو توکو موټر په اوونیو د لارې پرانیستو په تمه پاتې کیږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي د دغه زونونو جوړښت به سوداګریزې ستونزې کمې کړي.

یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي د اقتصادي زونونو جوړښت افغانستان پر ټرانزیټي لویې لارې بدلوي او هم به د سوداګریزو توکو د لېږد بیه کموالی ومومي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance